د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۶

جیلاني: د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت پراختیايي د بودجې د وځنډېدو لامل شوی


د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې نړیوالې ټولنې او یو شمیر مرسته کوونکو هیوادونو د وروستیو انتخاباتي لانجو له امله له افغان حکومت سره خپلې مرستې ځنډولې دي.

که څه هم د مالیې وزارت چارواکي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمښت په اړه اندیښنه لري؛ خو ټينګار کوي چې، له دې امله رامنځ ته شوې ستونزه به تر راتلونکو دوو میاشتونو پورې حل شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ چې د افغان حکومت اړوندو چارواکو له نړیوالې ټولنې سره خبرې پیل کړي؛ ترڅو بېرته د هغوی مرستې راجلب کړي.

نوموړي وویل چې، نړیوالې ټولنې د دې لپاره له افغانستان سره مرستې ځنډولي؛ چې د انتخاباتو پروسه وغځیده او وروستۍ لانجې یې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول.

نوموړي همدارنګه وویل چې، د نړیوالې ټولنې د دغو مرستو کمښت د دې سبب هم شوی چې یو شمیر پراختيايي پروژې وځنډول شي.

د ماليې وزارت چارواکي وايي چې؛ د نړېوالې ټولنې د مرستو د ځنډ له امله د افغانستان په پراختیايي بودجه کې ۲۱ ملیارده افغانۍ چې معادل يې ۳۷۵ ملیون ډالره کیږي کمووالۍ راغلی.

د دې وزارت د معلوماتو په اساس سږ کال د افغانستان پراختیايي پروژو ته ۱۴۸ ملیارده افغانۍ اختیاري او غیر اختیاري بودجه په پام کې نیول شوې ده.

د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې افغان حکومت د توکیو کنفرانس ژمنې عملي کړي او نړیواله ټولنه هم باید د دي کنفرانس پر کړو ژمنو عمل وکړي.

د بهرنیو د مرستو د کمېدو په لړ کې تیره پنجشنبه په ارګ کې هم د جمهور رییس حامد کرزي په مشرۍ یوه اقتصادي غونډه جوړه شوې وه؛ چې د اقتصادي وضیعت د ښه والي، د ګمروکونو د پراختیا او له شته اقتصادي ستونزو څخه د وتلو په اړه خبرې په کې وشوې.

د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان بیا د نړیوالې ټولنې د مرستو د ځنډ علت د اوسني حکومت بې غوري په ګوته کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وايي؛ په دې شرایطو کې تر ډيره حکومت باید خپلو عایداتي منابعو ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي همدارنګه له راتلونکي حکومت څخه وغوښتل چې؛ له نړیوالې ټولنې سره په ګډې هماهنګي دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

له بلې خوا یو شمېر داسې رپوټونه هم شته چې د انتخاباتو په بهیر کې ځنډ او رامنځ ته شوی کړکیچ د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمښت ترڅنګ د عامو خلکو پر اقتصاد هم ناوړه اغیزه کړې ده.

XS
SM
MD
LG