د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۰۲

تسنيم اسلم: په افغانستان کې وروستي ټروریسټي بريدونه په کلکه غندو


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده تسنيم اسلم

پاکستان په افغانستان کې وروستي ټروریسټي بريدونه په کلکه وغندل او په ځانګړې توګه يې د دې هېواد په پکتيکا ولايت کې د موټر بم چاونې په ترڅ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د ملکيانو په مړينه ژوره خواشيني وښوده.

پاکستان وايي، د روژې په مبارکې مياشت کې دا ډول ټروریسټي بريدونه هېڅ جواز نه لري. موږ په سيمه کې هر ډول ټرورېزم په کلکه غندو.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې خبريالانو ته د وينا پر مهال وکړې.

مېرمن اسلم د افغانستان د ولسشمريزو ټاکنو د دويم دور د ټاکنو پر مهال د سيالو کانديدانو ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د انتخاباتي شخړو سوله ييز حل وستايه او زياته يې کړه:

" پاکستان په افغانستان کې د ولسشمريزو ټاکنو د دويم دور پر مهال د درغلۍ د شکايتونو او شخړو د سوله ييز اواري هرکلى کوي. کومو خلکو چې په دې کار کې مرسته وکړه؛ موږ هغوى ستايو. موږ په دې باور يو، چې دا د افغانستان د ملي وحدت، د دې هېواد د سياسي ثبات او ډيموکراسۍ بريا ده. پاکستان هيله لري، چې افغان دولت به د دې پروسې پاتې مهم پړاوونه هم په بريا ترسره کړي."

نسنيم اسلم د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پر امنيتي پوستو د ترهګرو وروستيو بريدونو ته اشاره وکړه او ويې ويل:

"موږ له افغان دولته غوښتي، چې د افغانستان خاوره دې پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي او په دې خاوره کې دې د مېشتو ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي. څنګه چې پاکستان په دې اړه ټينګ هوډ کړى چې؛ خپله خاوره به د افغانستان پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي؛ موږ له افغان دولته هم ورته جديت غواړو؛ خو زموږ د معلوماتو له مخې، تراوسه پورې لا افغان دولت پر خپله خاوره د ترهګرو مرکزونه له منځه وړلو لپاره عمليات نه دي کړي."

پاکستان دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي؛ چې وسله والو د د روانې مياشت په ١٢مه نېټه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پر يوې امنيني پوستې وسله وال بريد کړى و؛ چې په ترڅ کې يې د پاکستاني پوځ د يو جګپوړي افسر په ګډون لږ تر لږه ٣ سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټبيان شوي وو.

پاکستان تور لګوي، چې دا بريد د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان له ختيځ ولايت کونړ څخه شوى؛ خو افغان دولت بيا په ډاګه ويلي؛ چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په ګډون د دې ډلې يو غړى هم په افغانستان کې نشته؛ بهرنيو ترهګرو ته پناه ورکول د افغان دولت پاليسي نه ده؛ بلکې افغانستان په خپله د ټرورېزم ښکار دى.

مېرمن اسلم د پاکستاني خبريال فيض الله خان په اړه؛ چې افغان امنيتي ځواکونو په ننګرهار کې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په تور نيولى؛ وويل، پاکستان په دې اړه له افغان دولت سره اړيکې نيولي او له دوى يې غوښتي، چې نوموړى د انساني همدردۍ له مخې خوشې کړي. افغان دولت ژمنه کړې چې، په دې لړ کې به خپله مرسته ونه سپموي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG