د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د کابل پر هوايي ډګر حملې د الوتکو ناستې او الوتنې شپږ ساعته وځنډولې


د کابل پر هوايي ډګر د پنجشنبې ورځې وسله والې حملې په دې ډګر کې د الوتکو ناستې او الوتنې شپږ ساعته وځنډولې.

د کابل د هوايي ډګر رییس یعقوب رسولي ازادي راډیو ته وویل د سهار له څلورو تر لس نیمو بجو پورې په دې ډګر کې ټولې الوتنې بندې وې چې له امله یې هوايي شرکتونو ته ډیر زیان اوښتی دی.

« نن حمله چې وشوه تقریبا شپږ ساعته د کابل هوايي ډګر بند و. چې له دې کبله ډېر زیانونه هم ایرلاینونو ته ورسیدل هم مسافرینو ته ځکه چې په دغه مبارکه میاشت کې مسافرین راغلل له کور نه بیا میدان بند و. ځینې پروازونه وځنډیدل ځینې نور هم بند شول چې له دې امله هم مسافرینو ته ، هم هوايي شرکتونو او هم هوايي چلند ادارې ته ډېر زیانونه اړول شوي دي.»

ښاغلي رسولي وویل که څه هم امنیتي ځواکونو د هوايي ډګر بشپړ امنیت نیولی خو باید چې د نورو ورته پيښو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

له بلې خوا د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي پر هوايي ډګرونو حملې هوايي چلند ته زیان رسوي او نړیوالو ته د افغانستان یو ناسم تصویر وړاندې کوي.

ددې ادارې مرستیال محمودشاه حبیبي ازادي راډیو ته وویل که څه هم د پنجشنبې په ورځ د کابل پر هوايي ډګر حملو د هوايي ډګر سیمې ته کوم زیان نه دی رسولی خو د د الوتنو د ځنډیدو لامل شوی چې خامخا منفي اغیزې لرلی شي.

« که څه هم موضوع د میدان هوايي څنګ ته وه خو زمونږ پر عملیاتو یې منفي اغیزه درلوده. چې دا په خپله په هوانوردي لحاظ په دې منفي اغیز لري چې زمونږ ډېر پروازونه که داخلي یا بین المللی دي ټول ځنډیږي او لامل یې دباندې دغه ویل کیږي چې د کابل پر میدان هوايي باندې جنګ دی. په همدې خاطر باندې یو منفي پیام خلکو او نورو ممالکو ته ور استوي.»

حبیبي وویل د پنجشنبې په ورځو کابل ته ټولې راتلونکې الوتنې وځنډیدې او یا یې هم د هیواد په نورو هوايي ډګرونو کې ناستې وکړې.

یوې پنځه کسیزې وسله والې ډلې د پنجشنبې په ورځ سهار د کابل په هوایي ډګر وسله واله حمله پیل کړه، چې د چارواکو په وینا له څو ساعتونو مقاومت وروسته حمله له کومو جدي تلفاتو پرته پای ته ورسیده.

صفي الله ستانکزی ازادي راډيو کابل

XS
SM
MD
LG