د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۱۸

د کابل پر هوايي ډګر وسله وال برید پای ته ورسید


د کابل پر هوايي ډګر د وسله والو مخالفینو ډله ییز برید له پنځو ساعتونو وروسته افغان ملکیانو او پوځیانو ته له کوم زیان پرته پای ته ورسیده.

په افغانستان کې پر دولتي تاسیساتو د وسله والو حملو په دوام د پنجشنبې په سهار مهال د کابل پر هوايي ډګر هم حملې وشوې.

چارواکي وايي، شپږ تنه حمله کوونکو د سهار شاوخوا څلور نیمې بجې د قصبې په سیمه کې د یوه نیمه کاره ښارګوټي له یوې ودانۍ څخه د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د سپکو او درنو وسله ډزې کولې.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي په سیمه کې خبریالانو ته وویل؛ دا حمله د سیمې د استخباراتي کړیو له خوا طرحه شوې وه چې؛ په نتیجه کې یې پنځه حمله کوونکي د پولیسو له خوا ووژل شول:

"د دوی هدف د هوايي ډګر په نښه کول وو. افغان ځواکونه پنځلس کمې پنځه بجې سیمې ته راورسېدل په هوايي ډګر باندې د دوی د حملو مخه ونیول شوه. د دښمن څلور جسدونه په ودانۍ کې پاتې دي او یوه هم د یوه موټر په واسطه انتحاري حمله وکړه. حتما د سیمې استخبارات لاس لري. دا حملې د سیمې د استخباراتو له ملاتړ پرته نه شي کیدای. د ګاونډیو هیوادونو استخباراتو جداً په دې حملې کې رول لوبولی دی."

د قصبې د سیمې څو اوسیدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې افغان ځواکونه وستایل چې؛ ملکیانو او پوځیانو ته له زیان رسېدو پرته یې وسله وال مخالفین له منځه یوړل:

"نوم مې فرید دی، په همدې ځای کې اوسیږو. افغان ځواکونو ټول انتحاریان مړه کړل. دوی ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

"زما نوم عبدالمالک دی د قصبې د همدې سیمې اوسیدونکی یم. ښه و، امنیتي ارګانونه راغلل انتحاریان یې له منځه یوړل. فضل د خدای دی، ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی."

دا حمله په داسې وخت کې وشوه چې؛ د وسله والو مخالفینو ډله ییزې، انتحاري او انفجارې چاودنې او حملې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې زیاتې شوي دي.

افغان کارپوهان وايي، په دې حمله کې د سیمې استخباراتي کړیو لاس درلود.

جنرال عتیق الله امرخیل آزادي راډیو ته وویل؛ ورته حملې له یوه منظم پلان پرته ناشونې دي؛ چې طبعاً د سیمې استخبارات یې تنظیموي:

"دا واضح خبره ده چې، خارجیان قوي لاس لري. پلان هغوی ورکوي. دا ټول کارونه د هغوی دي. [آی. اس. آی] دی که د ایران سپاه پاسداران دی دا د همغو کار دی. دوی دقیق خلک دي چې، نظامي تیوري باندې پوهیږي. اهداف تشخیصولای شي. په نظامي کې اهداف ډیر مهم دي. مخصوصاً هوايي ځواک چې ډېر مهم شمېرل کیږي دا هدف له بیرون ورکړل شوی و."

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.

له دې مخکې هم د کابل پر هوايي ډګر څو حملې شوې وې.
افغان کارپوهان وايي، تر څو چې افغان ځواکونه استخباراتي او کشفي برخې پیاوړې نه کړي دا حملې به دوام کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG