د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۳

کابل: په هوايي ډګر ډله ییزه حمله د ۶حملو کوونکو په وژلو پای ته ورسیده


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کابل پرنړېوال هوایي ډګر د وسله والو مخالفینو ډله ییزه حمله د شپږ حملو کوونکو په وژل کیدو پای ته ورسیده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې وژل شوي مخالفین د پاکستان د پنجاب ایالات اتباع دي:

″شپږ تنه تروریستان چې نن په قصبې سیمه کې یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته ننوتي وو او له هغه ځایه یې ډزې کولې د افغانستان د پولیسو کوماندو ځواکو له خوا ټول ووژل شول، پولیسو او عامو وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی″

دغه حمله نن سهارد څلوروبجو په شااوخوا کې پيل شوه او د صدیقي په خبره چې وسله والو له ځان سره سپکې او درنې وسلې هم هغې نیمه کاره ودانۍ ته خیژولې، چې سنګر یې په کې نیولی وو.

تراوسه د دې حملې د مالي زیانونو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو او هوايي ډګرته یې زیان اړولی دی.

پخواني معلومات

یو شمېر وسله والو نن سهار وختي د کابل د نړېوال هوایي ډګر پر پوځي برخې وسله واله حمله کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې دوه حمله کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور یې لا هم مقاومت کوي.

صدیقي څرګنده کړه هغه ودانۍ چې وسله وال مخالفان په کې ځای پرځای دي د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوې او هڅه کیږي چې حمله کوونکي له منځه ولاړ شي.

عیني شاهدان وایي چې؛ د کابل د نړېوال هوایي ډګر له پوځي برخې نه دود پورته کیږي او داسې ښکاري چې زیانونه ور اوښتي وي.

وسله وال مخالفان د کابل د نړېوال هوایي ډګر په شمال کې یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه پر هوایي ډګر د سپکو او درنو وسلو حملې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو او هوایي ډګر ته یې تلفات او زیانونه ور اړولي دي.

په تیره یوه میاشت کې دا دریمه حمله ده چې د کابل پر نړېوال هوایي ډګر کیږي، تر دې دوه ورځې وړاندې هم یو توغندۍ د کابل پر هوایي ډګر ولیګیدل او کابو درې اونۍ وړاندې هم درې توغندي پرې ولګیدل چې پوځي برخې ته یې زیانونه هم واړول.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د کابل ښارپه کارته سخي سیمه کې د دفاع وزارت د هوایي ځواکونو پر بس موټرهم انتحاري حمله وشوه چې تلفات هم درلودل.

د کابل پر نړېوال هوایي ډګر او د افغانستان پر هوایي ځواکونو دا حملې د پاکستان د کراچۍ پر هوایي ډګر له حملو کابو یوه میاشت وروسته ترسره کیږي.

پخواني:

راپورونه وايي چې، نن سهار وختي د کابل د هوايي ډګر ته نژدې د چاودنو او ډ‌زو غږونه اوریدل شوې دي. ویل کیږي چې، د میدان له یوې نژدې سیمې دود پورته کیږي.

د پولیسو یوې سرچینې ویلي، وسله وال د هوايي ډګر په شمال خوا کې یوې ودانۍ ته ننوتې او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د چټک غبرګون ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

د ناټو ځواکونه وايي، د کابل پر هوايي ډګر د بریدونو له راپورونو خبر دي خو په اړه له جزییاتو لا نه دي خبر.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا تر اوسه پورې د کابل هوايي ډګر ته کوم زیان نه دی رسیدلی او وسله وال کسان د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوې. د مرګ ژوبلې په اړه هم دستي کوم راپور نه لرو. وروسته په خپرونه کې په دې اړه تفصیل وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG