د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

شمالي وزيرستان: امريکايي بې پيلوټه الوتکې ١٨ مشکوک وسله وال وژلي


د امريکا د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکو يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې دوى ته يې پکې دره مرګ ژوبله اړولې.

پاکستاني رسنۍ د شمالي وزيرستان د امنيتي و استخباراتي چارواکيو په حواله وايي، چې د چهارشنبې په ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې لږ تر لږه ١٨ مشکوک وسله وال وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکيو په وينا، د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو افغان پولې نزدې د دتاخېل په زوى سيدګۍ سيمه کې د مشکوکو وسله والو پر يوه مرکز او موټر پرله پسې دوه توغندي وويشتل، چې په ترڅ کې يې کور او موټر دواړه له منځه لاړل.

د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو دتاخېل کې د بهرنيو وسله والو مرکز په نښه کړى، خو دا چې شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له امله دې سيمې ته د ژورنالېستانو د ورتګ اجازه نشته، نو په بريد کې د وژل شويو وسله والو د هويت او د شمېر په اړه دقيق معلومات نه ترلاسه کېږي.

دا په روان ٢٠١٤م کال کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ٥ بريد دى. تر دې مخکې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اوږدو کې د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان په غوښتنه پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي وو.

فرانسپريس خبري اژانس د شمالي وزيرستان د يوه حکومتي چارواکي په حواله، چې نوم يې نه دى اخيستى وايي، د امريکا بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو پر مرکز هغه مهال دوه توغندي ووېشتل، چې په دغه مرکز کې د بهرنيو او کورنيو وسله والو يوه غونډه روانه وه او په وژل شويو کې ډېرى ازبک جنګيالي دي.

دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې په دغه سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پراخ پوځي عمليات روان دي او د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د سه شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، چې ددغو عملياتو په اوږدو کې يې ميرانشاه او مير علي نزدې ٨٠ سلنه سيمه له ترهګرو پاکه کړې او ځواکونه يې د بويا او ديګان پر لور پرمخ روان دي.

د پاکستان حکومت د جون په ١٥مه نېټه تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د پراخو پوځي عملياتو پرېکړه وکړه، چې په دغې سيمې کې مېشتې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه يوې وسله والې ډلې په کراچۍ کې پر هوايي ډګر د بريد مسووليت ومانه، چې پکې د پاکستانيو ځواکونو په ګډون ٣٠ کسان وژل شوي وو.

ويل کېږي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو طالبانو، القاعدې او حقاني شبکې په ګډون د هغو وسله والو مرکزونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې دننه په ترورېستي بريدونو کې لاس لري.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي، چې په دې سيمه کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو له توپير پرته پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې تر دې دمه ٤٤٧ وسله وال وژل شوي، خو خپلواکو او ځايي سرچينې لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ ددغې ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG