د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د پکتيکا د اورګون د پیښې د قربانيانو په اړه ضد او نقيض خبرې


د سې شنبې په ورځ د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ په ښار کې درنې چاودنې ښاري فضا ويرجنه کړه، خو له دغې پېښې وروسته لا هم د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه چا دقيق ارقام د رسنيو په واک کې نه دي ورکړي او د پېښې د قربانيانو په اړه ضد او نقيض خبرې کيږي.

د ارګون اوسېدونکي، روغتيايي کارکوونکي، ولايتي او د مرکزکابل د امنيتي ادارو مسولين لا هم د سې شنبې ورځې شوې پېښې په اړه ضد او نقيض ارقام ورکوي.

د سې شنبې په ورځ مازديګرمهال د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د اورګون ولسوالۍ په پېښه کې ۸۹ کسه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل شوي دي.

د ځايي ولايتي ملکي ادارې مسولين بيا وايي، چې په پېښه کې ۴۳ تنه وژل شوي او تر۶۰ زيات ملکي وګړي ټپيان شوي دي، د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان ازادۍ راډيو ته وويل:

″په ډېرې خواشيني سره بايد ووايو، چې د تېرې ورځې په پېښه کې ۴۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۶۰ زيات ټپيان شوي دي، چې ټپيان د لومړنيو او نورو طبي مرستو لپاره مرکز ښرنې او نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي″

نوموړی که څه هم د نور امنيتي ادارو د مرګ ژوبلې ورکړې شمېرې په اړه څه نه وايي، خو د پکتيکا ولايت د سروبي کلينيک مشر ډاکټر عبدالحق چې د ماښام تر ناوخته د اورګون ولسوالۍ کې له خپلو روغتيايي کارکوونکو سره يوځای د وژل شويو او ژوبلو شويو کسانو په سمبالښت بوخت وو ازادۍ راډيو سره د ټليفون پر کرښه وروستي ارقام داسې وښودل:

″ترتېرماښام وروستيو شېبو پورې چې ټولې ساحې وکتل شوې او ترخاورو لاندې څوک پاتې نه شول، هغه ټول ارقام چې که درته ووايو ۹۰ کسه وژل شوي او ۱۵۰ په شاوخوا کې ټپيان دي، اکثريت ټول نارينه او عام خلک دي، دا ټول چې دي ۲۴۰ کسان دي″

ده دا هم وويل، چې په دې وژل شويو او ژوبلو شويو کسانو کې يوازې دوه پوليس وژل شوي دي او پاتې ټول کسان ملکي وګړي دي.

د ټپيانو پيوازانو چې د شپې ترډېره ناوخته، د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ، مرکز ښرنه،غزني او کابل کې د ايمرجنسي روغتونونو مخې ته په بد حالت کې ولاړ وو، د پېښې کيسه په بېل، بېل انداز کوله او ويل يې چې دوی د روژې په مبارکه مياشت کې د وير پر ټغر ناست دي.

راپور – داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG