د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

عبداله او احمدزي د رایو د تفتیش په اړه خبرې وکړې


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدان له موافقې وروسته د لومړي ځل لپاره د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو د پروسې په اړه مخامخ خبرې وکړې.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله د ټیمونو غړیو، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دغه ناسته ګټوره وبلله او ویي ویل، چې دواړو کاندیدانو یو له بل سره پرهمکاریوتاکېد وکړ.

دوی دا هم وویل، وروسته له دې به ورته نورې ناستې هم ترسره شي.

د امریکا د متحدوایالاتو د بهرنیو چارود وزیر په منځګړیتوب د افغانستان د انتخاباتي لانجې له ختمولو وروسته، دا لومړی ځل دی چې جمهوري ریاست ته کاندیدان، عبداله عبداله او اشرف غني احمدزي د انتخاباتو د پروسې په اړه، خبرې کوي.

د دواړو کاندیدانو غړیو ازادۍ رادیو ته وویل، دا ناسته د سې شنبې په ورځ په کابل ښار کې د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه او د رایو د تفتیش په اړه یي خبرې وکړې.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي عباس نویان، د دې ناستې په هکله وویل:

″یوه دوستانه او صمیمانه ناسته یي لرله.

پر ګډو همکاریو، د رایو د شمېرلو پر شفافیت او د مطبوعاتي هم اهنګي به اړه یې یو له بل سره خبرې وکړې، خو کومه پریکړه یې صادره نه کړه.″

د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرجان کري په منځکړیتوب، د شنبې د ورځې ناوخته موافقه وکړه چې د انتخاباتو ټولې رايي دې له سره تفتیش شي.

دوی دغه راز ژمنه وکړه چې؛ نتایج به یي دواړه کاندیدان مني او بریالی کاندید به د ملي یووالي حکومت جوړوي.

د دې موافقې په اساس انتخاباتي لانجه پای ته ورسیده او انتخاباتي کمیسیونونه مکلف شول چې د رایو تفتیش ته تدابیر ونیسي.

په عین وخت کې د عبداله عبداله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وایي، په دې ناسته کې دواړو کاندیدانو د انتخاباتو پر پروسې خبرې وکړې او یو له بل سره یي په همکاریو تاکېد وکړ.

د دې ټیم ویاند فاضل سنچارکې د دې ناستې په اړه وویل:

″جناب ډاکټر صاحب عبداله په دې خوښي وکړه چې یو سراسري تفتیش کېږي.

دوی تاکېد وکړ، چې دواړه ټیمونه زیاته هڅه وکړي د ټاکلو معیارونو سره سم د پروسې په ښه بیولو کې مرسته وکړي.″

دوی دا هم وویل، ورته ناستې به په راتلونکو ورځو کې هم جوړې شي او دواړه کاندیدان هڅې کوي، داسې حکومت جوړکړي چې خلکو ته د منلو وړ وي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG