د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۰

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير له خپلې دندې استعفا وکړه


د برتانيې د بهرنيو چارو وزير وليم هېګ له خپلې دندې استعفا ورکړه. هېګ د خپل هغه وخت د مخالف ګوند مشرې ماګريټ تاچر ستاينه تر لاسه کړه چې ده پر دې موضوع خبري وکړې چې خلک څنګه غواړي د دولت له اغېز څخه ازاد واوسي.

دوې لسيزې وروسته، دی په ۳۶ کلنۍ کې د خپلې سياسي ګوند مشر شو.

خو د سياسي ګوند د بيرته پر پښو درولو دنده ده ته په داسي حال کې ور په غاړه شوه چې په ۱۹۹۷ کې لېبر ګوند له ډېرې بدې ماتې سره مخامخ شو.

د فرانسې خبري اژانس وايي، نن فليپ هاموند د برتانيې نوی د بهرنيو چارو وزير وټاکل شو. فليپ په اروپايي اتحاديه کې د برتانيې د غړيتوب تر هغه وخته پر خلاف دی چې لندن له بوکسل څخه ځانګړی قدرت نه وي اخيستی. برتانيه پر دې بيريږي چې بروکسل به د اروپايي اتحاديې د قدرت مرکز وګرځي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د هېګ هغه هڅې په رسنيو کې له ملنډو سره مخامخ شوې، چې د محافظه کارانو لېبر ګوند يې د ځوانانو او عصري خلکو د ګوند په نامه بيرته را مخ ته کاوه.

په ۲۰۱۱م کال کې هېګ له هغه وروسته د لېبر د ګوند د مشر په توګه خپله دنده پرېښووله چې دغه ګوند له ځپونکي ماتې سره مخا مخ شو. ده د تاريخي شخصيتونو پر ژوندليکونه ليکل پيل کړل.

د فرانسې خبري اژانس وايي، هېګ هغه وخت بيرته په سياست کې رامخته شو چې ډاوډ کامرون په ۲۰۰۵م کال کې د محافظه کاره ګوند مشر شو.

د ۲۰۱۰م کال د انتخاباتو وروسته هېګ د برتانيې د بهرنيو چارو وزير شو.

هېګ په دولتي ښوونځي کې خپلې زده کړې کړي دي او وروسته يې لوړي زده کړې د اکسفورډ په پوهنتون کې تر سره کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په خپله ۴ کلنۍ دوره کې چې هېګ د لوړپوړي ډپلوماټ په توګه کار کاوه، ده د عربي پاڅون، د سوريې د کورنۍ جګړې، په اوکراين کې د روسیې د لاسوهنې او د ده په خپل هيواد کې د اروپا پر خلاف د زياتېدونکي انتقاد د لانجو د حل لپاره هم کار کاوه.

هېګ په ۲۰۱۱م کال کې د محافظه کاره ګوند يوه مهم غړي چې د اروپايي اتحاديې پر جوړښت يې انتقاد درلود، په دې تورن کړ چې هېګ پر اروپا له نرمۍ څخه کار اخلي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، هېګ د ټولنيزې رسنۍ ټويټر پر پاڼه ليکلي وو چې دی به د ۲۰۱۵م کال د مې تر مياشتې د ولسي جرګې مشر پاته شي.

ده دا هم ويلي وو چې دی به د جګړه پر مهال کېدونکي جنسي تاوتريخوالي پر خلاف مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG