د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۷

دلیل: د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په حالت کې ښه والی راغلی


د عامې روغتیا وزارت یوه نوې سروې ښيي، چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په حالت کې د پام وړ ښه والی راغلی.

د تغذیې په نوم دغه ملي سروې په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو، نجونو او میندو د ژوند حالت ته په کتو د یونسف په همکارۍ شوې ده.

په افغانستان کې د یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندق مسئولین وایي، چې لا هم په دې هېواد کې د خوارځواکۍ په وړاندې مبارزې ته جدي اړتیا شته.

د تغذیې په نوم دغه ملي سروې ښيي، چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ په حالت کې ښه والي راغلی، خو ویل شوي چې لا هم یو شمېر ماشومان او نجونې د کم وزنۍ له ستونزې سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې سروې د خپریدو پرمهال وویل، چې د ۲۰۰۴ کال د یوې سروې په پرتله د ښځو د خوارځواکۍ په برخه کې نږدې ۱۲ فیصده کموالی راغلی.

میرمن دلیل وویل، چې د دې سروې له مخې اته فیصده ځوانې نجونې د کم وزنۍ او دیرش فیصده نورې د وینې له کمښته رنځ وړي.

نوموړې د سروې د موندنو یوه برخه داسې ولوسته:

″شااوخوا اته فیصده ځوانې نجونې له خوارځواکۍ نه رنځ وړي، په اوسط ډول نهه اعشاریه دوه فیصده میرمنې په خوارځواکۍ اخته دي، دا رقم په ۲۰۰۴ کې شل اعشاریه نهه فیصده وو، په دې برخه کې ښه والي د پام وړ دی، دې سروې وښودله، چې د خلکو په عامه پوهاوي او د تغذیې د ښه والي په برخه کې پرمختګ شوی دی.″

د دې سروې له مخې له پنځو کلونو عمره ښکته څلویښت فیصده ماشومان مناسبه وده نه لري او نهه اعشاریه پنځه فیصده دغه ماشومان کم وزن لري.

د خوارځواکۍ په اړه دغه سروې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د عامې روغتیا وزارت له خوا د یونسف په همکارۍ ترسره شوې، چې د مسئولینو په وینا دا یوه جامع سروې ده.

د سروې له مخې په تیرو لسو کلونو کې د ماشومانو د وجود د اوسپنې د کمبود ستونزه هم له دوه اویا فیصدو نه شپږ ویشت فیصدو ته او د آیوډین د کمښت ستونزه یې له ۷۲ فیصدو نه ۳۰ فیصدو ته را کمه شوې

د عامې روغتیا وزیره وایي، چې د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې دغه پرمختګ هم د قناعت وړ نه دی او باید په برخه کې نور کار هم وشي.

په افغانستان کې د یونسف یا دماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندق استازی اکخیل آییر هم د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې په زیاتو هڅو ټینګار کوي:

″ددې سروې مهمې موندنې دادي، چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د تغذیې په حالت کې ښه والی راغلی، خو له دې بریالیتوب سره سره لا هم ځینې ستونزې شته، د بیلګې په توګه د وزن د کمښت ستونزه ډیره لوړه ده، په دې اړه عامه پوهاوي ته ډیر ضرورت دی، یونسف هیله لري، چې د عامې روغتیا وزارت په مشرتابه ددې پيل شوی سفر په دوام کې له تاسو سره مرسته وکړي.″

په همدې حال کې ځینې روغتیا پوهان وایي، چې که خلک د خوراکي موادو د قوت په اړه معلومات پیدا او ورنه په مناسبه توګه ګټه واخلي، د خوارځواکۍ ستونزه به نوره هم هواره شي.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د خوارځواکۍ په وړاندې د مبارزې د بریالیتوب خبره کوي، چې لاهم اکثره کورنۍ د بې خبرۍ یا بې وزلۍ له امله د مور او ماشوم تغذیې ته پام نه کوي.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل

XS
SM
MD
LG