د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

لږه بې پروايي د زیات زیان لامل کیدای شي


اکثره وخت ډیره لږ بې پروایی د دې لامل شوې چې لوی اور ولګیږي، د بېلګې په توګه په تیرو څو ورځو کې هغه دوه اورلګیدنې یادولی شو چې یوه یې د کابل په چوک ارغندې او بله یې په ټانګ لوګرکې وشوه.

د چوکې ارغندې اور اخیستنې په میلیونو ډالرتاوان اړولي او ټانګې لوګر کې بیا له ځای خلکو سره د کوچیانو جونګړې هم وسوځیدلې.

موږ سیمې ته ورغلو او هلته له څو تنو کوچیانو سره دوی ته د رسیدلی تاوان په هکله وغږیدلو، په پیل کې زربې بې وایي، چې پرته له یو جوړه کالیو نه نور هیڅ شی هم نه دي ورپاتې.

په بله خیمه کې بیا کوچیان د خپل مشرپه ماتم ناست و، چې اور یې کیږدۍ له ټولو شیانو سره وسوځوله.

ماجبینه وایي، چې د خاوند غم یې لا نه و سوړ شوی چې بې سرپناه هم شوه، ماجبینې پسې ګل بې بي هم د خپلوبچو له بې سرپنایې نه وایي.

د کوچیانو د خیمو په بله خواکې بیا د لرګیو دوکانو هم و، د هغه ځای دوکاندارن وایي، چې له لرګیو سره د دوی لاس او پښې هم هغه وخت وسوځیدلې چې غوښتل چې خپل دوکانونه له اورنه بچ کړي .

کله خو برقي وسایل او د برق لینونه هم د اور اخیستنې سبب کیږي، محمد زمان بیا وایی چې د برق منقل له وجې یې کور اور واخیست.

د ولې جان په نظرپه یوه کوټه کې له څو برقي وسایلونه کار اخیستل هم ددې سبب کیږي چې بدې پیښې رامنځته کړي .

که چیرې برقي وسایل غیرې مسلکي کسان جوړ کړي ، کیدلی شي په سمه طریقه یې جوړ نشي کړی ، سمون وال یارمحمد وایی کله چې له دا ډول شیانو نه کار اخیستل کیږي اور اخلي .

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:19 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې فرشته مرسل

XS
SM
MD
LG