د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د سنګين اوسيدونکي: حکومت او طالبان د ملکيانو د مرګ ژوبلې پروا نه ساتي


د سنګين ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، حکومت او طالبان دواړه د ملکي کسانو د مرګ او ژوبلي پروا نه ساتي. يو خوا ماينونه پټوي او بله خوا هاوانونه او توپونه ورغورځوي.

دوى د سنګين په بازار کې د ازادۍ راډيو خبريال ته ويلي دي چې؛ حکومت که امن نه شي راوستلى زموږ په غوښتنه دي سيمې وسله والو ته ورپريږدي او هلته پيل سوي جګړه دې پاى ته ورسوي.

خو د هلمند امنيه قوماندان وايي، د سلګونو سرتيرو له خوا عمليات پيل سوي دي او ډېر ژر به سيمې د طالبانو څخه ونيسي او هلته ښخ کړاى سوي ماينونه به خنثي کړي.

په دې اړه الیاس داعي راپور ورکړی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG