د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۶

"یوشمېر رسنۍ د انتخاباتي لانجې د ډېرېدو سبب شوي"


د افغانستان د ژورنالیستانو سراسري شورا یوشمېر رسنۍ تورنوي چې د جمهوري ریاست په دوهم دور انتخاباتو کې یې په خپلواکه توګه خپرونې نه دي کړي.

د افغانستان د ژورنالیستانو سراسري شورا وايي؛ په دغه هېواد کې د یوشمېر رسنیو مغرضانه خپرونو او له یو ځانګړي کاندید ملاتړ دانتخاباتي لانجې د ډېیریدو سبب شوې.

د دې شورا مرستیال اصف وردګ د شنبې په ورځ کابل خبریالانو ته وویل؛ دوی داسې اسناد لري چې ځینو رسنیو ځانګړو کاندیدانو ته کار کړی.

"ځینو رسنیو نه داچې په منفي شکل یې د یوې خوا طرفداري کړې؛ بلکې ځینې فرهنګي اخلاق یې هم ترپښو لاندې کړي؛ دوی قومي مسایلو ته لمن ووهله، دانه یواځې قوم ته جفا ده، ورسره په خوا کې افغانستان ته هم یو خیانت دی،زه به په خپل وخت هغه رسنۍ چې رسالت یې نه دی ادا کړی د ثبوت په اړه خبرې وکړم هغه چا چې قومي مسایلوته لمن وهلې زه په بله ناست کې دهغوی په اړه ثبوت وړاندې کړم."

خوښاغلي وردګ په ډاګه نه کړه چې کومو رسنیو د کوم ځانګړي کاندید په پلوی خپرونې کړي او قومي مسایلو ته یې لمن وهلې.

افغانستان د ژورنالیستانو سراسري شورا له ټولو رسنیو غواړي چې؛ خپلې خپرونې د ژورنالیزم په نړیوالو منل شویو معیارونو برابري کړي او خپل مسلک ته ژمن پاتې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د رسنیو د خپرونو څرنګوالي ولسي جرګه هم اندیښمنه کړې ده.

د دې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، افغانستان په اوسنیو حساسو حلاتو کې رسنۍ باید د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپرونې وکړي:

"دا چې افغانستان په اوس وخت کې له حساسو شیبو څخه د تیرېدو په حال کې دی له رسنیو نه غوښتنه کومو چې په خپلو خپرو نو کې د تل لپاره د افغانستان ملي ګټې په پام ونیسي، رسنۍ دې د وخت نازکي اوحساسیتونه درکړي او په خپلو خپرونو کې د افغانستان ملي ګټو ته جدي پاملرنه وکړي."

د تیرې یکشنبې په ورځ د افغانستان دانتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسینوکمېسیون د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې ۲۴ رسنۍ له اوصولو نه د سرغړاونو له امله نقدي جریمه کړې وې.

د دې کمېسیون چارواکو ویلي وو جریمه شویو رسنیو یواړخیزې خپرونې کړي دي.

راپور:رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG