د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

اروپايي ټولنې پر ۱۱ کسانو بندیزونه عملي کړل چې د اوکراین په بحران کې لاس لري


اروپايي اتحادیې نن (یک شنبه) هغه یوولس نومونه اعلان کړل چې؛ په اوکراین کې د روان سیاسي بحران په خاطر تازه د دې اتحادیې د بندیزونو لست ته ور شامل شوي دي.

د اروپايي اتحادیې چارواکو ویلي، د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو له خوا د اعلان شوي جمهوریت؛ پر یوولس چارواکو د سفر بندیز لګول شوی او پانګې یې کنګل شوې دي.

اروپايي اتحادیې تېره اوونۍ د بندیزونو لست ته د یوولس نومونو د ور زیاتولو پرېکړه کړې وه؛ خو د دې کسانو نومونه یې نن اعلان کړل.

په لست کې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ادعا پر اساس د دونیڅک د خلکو په نوم د اعلان شوي جمهوریت صدراعظم الکساندر برودای شامل دی.

یو څلویښت کلن سیاستوال الکساندر برودای په خټه روسی دی او لکه څنګه چې خپله ادعا کوي؛ تر دې مخکې یې په مسکو کې د حقوقي چارو په اړه د مشاورې دفتر درلود.

د بندیزونو په لست کې د دونیڅک د بیلتون غوښتونکو د امنیت وزیر الکساندر خودروکوفسکي، د صدراعظم مرستیال الکساندر کالیوسکي او د بیلتون غوښتونکو په پلوي د معلوماتو (پروپاګند) خپرولو وزیر الکساندر خریاکوف هم شامل دي.

د بندیزونو په لست کې د لوهانسک یو شمیر بیلتون غوښتونکي هم شامل شوي دي.

په لوهانسک کې د بیلتون غوښتونکو د ادعا پر اساس د اعلان شوي جمهوریت صدراعظم مرات بشیروف، د هغه مرستیال واصل نیکیتن، د اعلان شوې عالي شورا مشر، د کورنیوچارو وزیر او د دفاع وزیر ایګور پلوتنسکي هم تربندیزونو لاندې شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په دې لست کې چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په پلوي د بیلتون غوښتونکو د یو شمیر رهبرانو د نومونو تر څنګ یو شمیر لوړ رتبه پوځي چارواکي هم شامل دي.

دا چارواکي د اوکراین د مرکزي حکومت پر ضد د جګړې لپاره د بیلتون غوښتونکو د روزنې په خاطر د بندیزونو لست ته ور شامل شوي دي.

اوس د لږترلږه ۷۲ وګړو او دوو ستر شرکتونو نومونه د اوکراین د خاورې بشپړتیا ته د ګواښ پيښولو په خاطر، د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په لست کې دي.

د اروپايي اتحادیې رسمي جورنال نن (یک شنبه) وویل چې؛ د اروپايي اتحادیې ټولو سفیرانو موافقه کړې چې؛ دا بندیزونه به له ننه عملي کیږي.

روسیې د اروپايي اتحادیې لخوا د دې بندیزونو اعلان غندلی دی.

په اروپايي اتحادیه کې د مسکو استازي ولادیمیر خیژوف ویلي چې د بندیزونو په لست کې د بیلتون غوښتونکو د رهبرانو شاملول په اوکراین کې د روان بحران لپاره د سیاسي حل له موندلو سره مرسته نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG