د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

روښانتیا (روشنګري) ټولنه


ځينې ځوانان او د ځوانانو ټولنې د خپل هېواد او خلکو لپاره څه کوي؟

په نننۍ تاندې څانګې کې مو د روښانتیا یا د (روشنګري) په نوم د ځوانانو یوې ټولنې له فعالیتونو خبروو او یو بل افغان ځوان مطيع الله ویسا سره خبرې درته لرو چې د بندو ښوونځېو د پرانيستلو هوډ یې کړی.

د ځوانانو د ټولنو په اړه به مو اوریدلي وي، څوک ناروغانو ته د وینې راټولو کمپاینونه کوي، څوک د خېر ښيګڼې ځينې نور کارونه کوي او څوک سیاسي مبارزې کوي. خو روښانتیا یا روشنګري د ځوانانو یوه داسې علمي ټولنه ده، چې ګڼ شمېر ځوانان پکې سره راټوليږي، په مختلفو موضوګانو پکې علمي بحثونه کیږي.

دې ټولنې ته په رپوټ پسې ورغلی وم، هغه ورځ لیکوال او شاعر عبدالغفور لیوال ګډونوالو ته په یوه موضوع غږېده.

عصمت الله بهیر، جاوېد عابد او میرافضل د پوهنتون محصلان دي او له نږدې دوه کلونو راهيسې له نوموړې ټولنې سره یو ځای دي، دوی ډېر خوشاله دي او د ځوانانو لپاره داسې ټولنې ډېرې ضروري بولي.

عصمت الله بهیر وايي چې د ځينو سیاسي موضوګانوتر څنګ په مختلفو ټولنيزو ستونځو هم بحث او نقد کوي.

استاد امان الله هوسا له هغو استادانو یو دی چې په روشنګري کې ځوانانو ته په بېلا بېلو موضوګانو لیکچر ورکوي، دی وايي چې موږ د ځوانانو علاقې ته په کتو سره موضوع ټاکو، که یو خوا یې پخپله دوی ته ګټه کړې نو بلخوا دوی دلته زده کړي څه له خپلو ملګرو او عزیزانو سره هم شریکوي.

د دې پر ځای چې دولت او موسسو ته په تمه شو نور باید پخپله مټې روانغاړو او کار وکړو، دا خبره محمدیار یار کوي، چې د روښانتیا ټولنې له مسؤلینو یو دی. دی د نجونو ونډه هم ډیره ضروري بولي او وايي، چې په نږدې راتلوونکي کې به د نجونو لپاره بېل ځای ولرو. محمد یار یار وايي، چې د روښانتیا ټولنې څانګې اوس تر کندهار او هلمنده غځېدلي، چې په لند وخت کې به یو شمېر نور ولایتونو ته هم ورسيږي.

د مطیع الله ویسا مبارزه!

که میږي ته مو پآم کړی وي، کله کله درانه خواړه ومومي، که وړلی یې نشي هم خو زور ورسره وهي، کله ورته یوې خوا ته شي او کله بلې خوا ته، بیا نو دوه درې نور میږي راشي او په ګډه هغه خواړه کور ته یوسي.

یو افغان ځوان مطيع الله ویسا هم له یوازې ځانه د بندو ښوونځېو د پرانيستلو مبارزه پېل کړه، ملګري یې پېدا کړل، اوس هم تر خپله وسه زور وهي.

مطيع الله ویسا اوس مهال په هندوستان کې سياسي علوم لولي. په یو دوه میاشتې رخصتۍ خپل هېواد ته راغلی، خو د دمې لپاره نه بلکې د مبارزې لپاره راغلی. ویسا خپلې دې مبارزې ته (د قلم مبارزه) نوم ورکړی، په فیس بک کې یې پاڼه ورته جوړه کړې او د هېواد مختلفې سیمې یې راګز کړي، له ماشومانو سره د قلم او کتابچې د مرستې تر څنګ له مشرانو سره کیني او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړې پر اهمیت ورسره غږیږي.

مطيع الله ویسا که څه هم وايي چې اوس افغانان د زده کړو په ارزښت پوهه شوي، خو دی وايي چې یوازینې خنډ تړل شوي ښوونځي دي، چې پر وړاندې یې پخپله خلک باید مبارزه وکړي.

ویسا د بدخشان د ځمکښوېدنې پېښې د قربانیانو یادونه کوي چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه یې ځوانانو مرستې ته ورودانګل، دی وايي چې د داسې ستونځو په اړه هم باید ځوانان د دې پر ځای چې دولت ته په تمه شي، باید پخپله لاس په کار شي، دی وايي که دا احساس په ځوانانو کې راژوندی شي نو ډېر مشکلات به حل شي.

خدای پاک وايي، چې زه د هغه قوم حالت تر هغه نه بدلوم، څو چې دوی پخپله د خپل حالت د بدلون هوډ ونه کړي. نو راځئ همځولو! د ویسا په څېر د داسې ستونځو د حل لپاره پخپله لاسونه سره ورکړو.

دا خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، تاندې څانګې د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او لوستلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:39 0:00
مستقیم لېنک

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG