د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

په کندهار کې ډله ییز برید د ۲۲حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسید


د کندهار پرولایت مقام او امنېي قومندانۍ په حمله کې ٢٢حمله کوونکي څلورملکي وګړي او پنځه پوليس وژل شوي دي.

دغه حملې نن شاوخوا يوولس نيمې بجې پيل شوې وې او ترغرمې وروسته پر دوو بجو پاى ته ورسېدلې.

ترحملو وروسته د کندهار والي توريالي ويسا او امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبريالانو ته معلومات ورکړل.

امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل، چې په دې حملوکې ٢٢ حمله کوونکو برخه اخيستې وه، چې دووځانونو ته چاودنې ورکړې او٢٠ تنه يې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د نوموړي په وینا د ولايت پرمقام له دوو خوا څخه ۱۱د حمله کوونکو له خوا بريدونه شوي.

دده په خبره پر امنيه قوماندانۍ هم ترحملې مخکې د موټرپه وسيله چاودنه وشوه او بيا وروسته له يوې ودانۍ پر قوماندانۍ يې ډزې پيل کړې.

د جنرال رازق په وينا، په دې حملو کې ٢٢ تنه حمله کوونکي څلورملکي وګړي او پنځه پوليس وژل شوي دي او ۹ ملکیان ټپیان دي.

قومندان وویل، په حمله کوونکو کې يو شمېر بهرنيان او د پاکستان پنجابي وسله وال هم شامل وو.

په عین حال کې د نیک محمد په نوم د پیښې یو عیني شاهد ازادۍ راديوته داسې وویل:

″زه دلته ولاړ وم، چې د تونسه خلک راکښته شول او ټکان یي شروع کړل بیا مې مړي ولیدل، چې په موټرکې يي روغتون ته یوړه″

د دولت وسلوالو مخالفینو د دغه حملو مسوولیت منلی او د لسګونو پولیسو د وژل کیدو ادعا یي کړې.

راپور: محمدصادق رښتینی

پخواني:

د کندهار پر ولایت مقام او د امنيي پرقومندانۍ د ۱۸ حمله کوونکو حملې پای ته ورسیدلې.

د کندهار مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مینه پال ازادۍ راډيو ته وویل، چې لومړي ۱۱ حمله کوونکي پر ولایت د دو طرفو څخه حملې وکړې چې تردوه ساعته جګړې وروسته پولیسو ټوله حمله کوونکي ووژل.

د مینه پال په وینا په دغه حمله کې۳ پولیس او یو ملکي وژل شوی لس ملکیان او ۴ سرتیري ټپیان شوي دي.

دغه راز پرعین وخت د امنيي قومندانۍ پرودانۍ هم ۷ تنو حمله کوونکو حمله وکړه چې د چارواکو په وینا یوه يي ځان ته چاودنه ورکړه او پاته د پولیسو په حمله کې ووژل شول.

د قومندانۍ د حملې په اړه معلومات نه دي ورکول شوي دي.

وسله والو طالبانو چې د دغه حملې مسوولیت منلی د زیات شمېر پولیسو د وژل کیدو ادعا کوي.

نورجزیات وروسته.

محمدصادق رښتینی – کندهار

پخواني معلومات:

له کندهار څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې؛ شیبه وړاندې یو شمېروسله والو د کندهار والي پردفتر او امنیي قومندانۍ باندې وسله وال بریدونه کړي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته ویلي چې؛ د پيښې له ځایه یې د چاودونو ږغونو اوریدلي دي.

د کندهار والي ویاند دواخان مینه پال ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر دا مهاله پنځه وسله وال مخالفین د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي او یو سرحدي پولیس هم وژل شوی دی.

هغه وویل چې نښته اوس هم جریان لري.

د پيښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیستې.

XS
SM
MD
LG