د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۹

هلمند ته تازه عسکر او وسایط رسیدلي


د هلمند ولایت ویاند عمرځواک وایي، په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد تصفیوي عملیاتو لپاره سیمې ته تازه ځواکونه او وسایط رسیدلې دي.

ځواک ازادي راډیو ته وویل، هلمند ولایت ته د نویو ځواکونو په رسیدو سره، ممکن په سیمه کې جګړې نورې هم شدیدې شي او په لږ وخت کې به دا سیمه له وسله والو پاکه شي.

د هلمند د والي ویاند زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه زیار باسي په دقیق ډول په هغو سیمو عملیات وکړي چې هلته وسله وال پټ دي او ملکیانو ته تاوان ونه رسیږي:

″دا مهال د ملي پوځ او افغان ځوکونو د اړتیا وړ وسایل تر یوه حده رسیدلي او دغه راز تازه عسکر هم سیمي ته رسیدلی دي. ډیر ژر به انشاالله سیمه له وسله والو پاکه شي.″

شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې په سلګونو طالب وسله والو په سنګین ولسوالۍ حمله وکړه او وروسته یي موسی کلا، کجکې او مارجې ته هم جګړې پراخې شوې.

د وسله والو زیات زور په سنګین ولسوالۍ دی او په دي سیمه کي په تیرو څو کلونو کي امریکایي او انګلیس ځواکونو له وسله والو سره خونړۍ جګړې هم کړې وې.

بهرني ځواکونه تیرکال له سنګین ولسوالۍ څخه ووتل او د هغوي یوه وروستۍ ډله چې په د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کي ځاي پرځاي شوي وه، هم تیره میاشت ووتله.

د هلمند ولایت ویاند عمرځواک وایي، وسله والو په سیمه کې زیات ماینونه ایښي دي او دوي هڅه کوي چې د مرکز په مرسته دا ماینونه لري کړي:

″د عملیاتو په مقابل کې دښمن ماینونه ایښي، موږ وغوښتل چې دغو ساحو ته له مرکزه تخنیکي او د انجینرۍ ټیمونه راشي او ټوله ساحه له ماینونو پاکه کړي.″

افغان چارواکي وایي، د هلمند ولایت په جګړوکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو دقیق شمېر یي تر اوسه نه دی معلوم.

په عین کې ورلد نیوز ورځپاڼې په یوه راپورکې د افغان چارواکو په حواله لیکلي، د هلمند په جګړوکې ۱۰۸ تنه پوځیان او ۱۴۰ تنه ملکیان وژل شوي او شاوخوا دوه سوه تنه پوځیان په کې ټپیان دي.

د افغانستان استخباراتې ادارو ویلې چې د هلمند ولایت په جګړو کي د پاکستان لاس دی او دا خبره د سیمې اوسیدونکو هم تائید کړي ده.

د هلمند ولایت له جګړو څخه شاوخوا څلور زره کورنۍ بې ځایه شوي او د روژې په دې مبارکه میاشت کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د دې ولایت له ځینو برخو څخه لاهم خلک له خپلو کورونو څخه د وتلو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG