د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۰۰

ولې روسیه نه غواړي چې ګاونډیان یې له اروپا سره نږدې اړیکې ولري؟


کله چې ګرجستان، اوکراین او مالدووا د جون په ۲۷مه له اروپایي اتحادیي سره د نږدې ملګرتیا تړونونه لاسلیک کړل، روسیې دغو هېوادونو ته د سختو عواقبو ګواښونه وکړل.

روسیې هیڅکله دا خبره پټه نه ده ساتلې چې؛ له اروپایي اتحادیې سره به یې د ګاونډیو هېوادونو د یوځای کېدو په اړه څه ډول غبرګون وښیي. دا هم د حیرانتیا خبره نه وه چې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر "ګریګوري کارازین" ویلي وو؛ که چیرې اوکراین د جون په ۲۷مه له اروپایي اتحادیې سره د نږدې همکارۍ او اړیکو تړون لاسلیک کړي، ناوړه عواقب به ولري.

ګرجستان او مالدووا هم په همدې ورځ له اروپایي اتحادیې سره ورته تړونونه لاسلیک کړل.

کریملین نه غواړې چې د پخواني شوروي اتحاد پر جمهوریتونو خپل نفوذ له لاسه ورکړي او له همدې امله ده چې، مسکو په پرله پسې ډول هڅه کوي، اوکراین او ګرجستان د ناټو له غړیتوب څخه لري وساتي.

مسکو د ۲۰۱۳م کال نومبر میاشت کې د اوکراین د وخت جمهوررییس ویکتور یانوکوویچ اړ کړی و چې؛ له اروپایي اتحادیې سره د ملګرتیا تړون لاسلیک نه کړي.

مسکو تر ډیره حده د دې مقصد لپاره د اقتصادي بندیزونو ګواښونه کوي. روسیې له ګرجستان څخه د بوتلې یا مینرال اوبو واردات بند کړل؛ د مالدووا د الکولې مشروباتو یعنې واین او د اوکراین د چاګلیټو چې د اوکراین اوسنی جمهور رییس پوروشینکو یې خاوند دی؛ په وارداتو یې هم بندیزونه ولګول.

ګرجستان، اوکراین او مالدووا د مسکو له ګواښونو سره سره، له اروپایي اتحادیې سره د نږدې اقتصادي او سیاسي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

مسکو د مالدووا د دغه عمل په بدل کې بندیزونه نور هم سخت کړل او د دې هېواد د غوښو واردات یې روسیې ته بند کړل. مالدووا چې د اروپا تر ټولو بې وزلی هېواد دی؛ روسیې او نورو هېوادو ته صادرات یې د بهرنیو اسعارو د ترلاسه کولو یوازینۍ منبع ده.

روسیه له اروپایي اتحادیې او اوکراین وروسته د مالدووا درېیم ستر صادرونکی هېواد دی. په دې کار سربیره، مسکو د مالدووا لپاره بله ستونزه هم رامنځ ته کړې او د "ټرانسدنییسټر" سمیې د خپلواکۍ مساله یې راپورته کړې ده. په دې سیمه کې د شوروي اتحاد د عصر د پوځ ۱۴مه قطعه او نور مهم پوځي وسایل لاهم پاته دي.

د جولای په درېیمه، روسیې او ترانسدنییستر په خپلو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، زراعت او ساینس په برخو کې د نږدې اړیکو یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې مسکو په سیمه کې چې د اوکراین له جنوب سره نښتي ده، خپل حضور غښتلی کړی دی.

د اوکراین له لاسه ورکول د مسکو لپاره یو ډیر سخت او دردوونکی اغزی دی. کریملین زیاته هڅه کوله چې، اوکراین د ګمرکونو په اتحادیه کې چې روسیه یې مشری کوي؛ شامل کړي. په دې اتحادیه کې بیلا روس، قزاقستان او روسیه غړیتوب لري.

مسکو غواړې د اروپایي اتحادیې د بدیل په مقصد دا اتحادیه پراخه کړي. مسکو د اوکراین په لبنیاتو لکه شیدو، پنیرو، کوچو او نورو بندیزونه ولګول او پلمه یې کړې چې په دې موادو کې مکروبي مواد موندل شوي دي.

روسیې دغه راز له اوکراین سره د طبیعظي غاز لانجه جدي کړي او ګازپروم کمپنۍ له کییف نه غواړي چې؛ د ۲۰۱۳م کال شاوخوا ۲ میلیارده ډالره باقي داري خلاصه کړي؛ بیا به اوکراین ته د طبیعي غاز پرمعاملې بحث ته حاضر شي.

روسیې، کییف ته د هروزرمکعب مترو طبیعي غاز لپاره ۴۸۵ امریکایي ډالره نرخ لګولی؛ خو اوکراین وایي، دا نرخ باید ۲۶۸ اعشاریه ۵ ډالره وي.

د روسیې او ګرجستان اړیکې هم له ۲۰۰۸م کال راهیسي خراب دی؛ دواړو هېوادونو هغه مهال د بیلتون غوښتونکو سیمو ابخازیا او جنوبې اوسیتیا پر سر جګړه کړي وه. دې سیمو له وخت راهیسې خپلواکي اعلان کړې او روسیې په رسمیت پیژندلي دي.

په دې وروستیو کې ګرجستان او روسیې د اړیکو ښه کولو هلې ځلې پیل کړي دي. دواړو هېوادونو مستقیم اړیکې ټینګ کړی او سلا شوې چې، روسیه به د ګرجستان په مینرال اوبو او نورو صادراتو بندیزونه لري کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په می میاشت کې ویلي وو؛ چې ګرجستان باید له اروپایي اتحادیې سره د نږدې اړیکو په عواقبو وپوهیږي.

XS
SM
MD
LG