د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

راحل: د کانال د ځمکو په غصب کې خپله د کانال ساتنې پولیس لاس لري


د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وايي اوس هم د کانال شاوخوا څلور نیم زره جریبه ځمکه له غاصبینو سره په لاس کې ده.

د کانال ریيس انجنير زيارت ګل راحل وايي د هغو کسانو لست ورسره موجود دی،چې په دې ولایت کې د کانال ځمکه يې په زور او یا هم په کومو جعلي اسنادو غصب کړې.

دی وايي ددغو کسانو لست يې د ولایت مقام په ګډون یو شمېر نورو اړوندو ادارو سره هم شریک کړی،ولې تر اوسه يې پروړاندې کوم اقدام نه دی شوی:

"د غاصبینو موږ سره ارقام شته،د دوی موقفونه شته او دا هر څه تفصیل موږ سره شته،چې دوی څنګه ځمکه غصب کړې د کوم جعلي اسنادو له مخې يې غصب کړې. موږ سره ټول دوه سوه شپږویشت غاصبین لست کې دي،دا لست مو د ننګرهار ولایت مقام،څارنوالی،محکمې ته او وزارت ته هم استولی دی"

په دې ولایت کې د کانال ساتنې لپآره یو ټولی پولیس هم موجود دي دا،چې دغو پولیسو تر اوسه ولې د غاصبینو په نیونه او د غصب په مخنیوي کې نه دي بريالي شوي،زیارت ګل راحل یاد ټولی له غاصبینو سره په همکاری تورنوي

نوموړی وايي ده په وار وار د کانال ساتنې پولیس ځينو قضیو پیسې استولي ولې هیڅ لاسته راوړنه يې نه ده لرلې:

"دکانال ساتنې ټولی شته،یو خو د دوی تعداد کم دی،بل ددې ترڅنګ دوی هغه همکاري،چې د کانال ساتنې لپاره ده دوی نه ترسره کوي،موږ په کراتو کراتو د ځينو قضیو په اړه استولي وو،خو متاسفانه سم اجرات يي نه دي کړي،ډير وخت يي داسې اجرات کړي،چې هغه په سترګو کې د خاورو شیندل دي،یا داسې معلومیږي،چې دوی خپله غاصبینو ته فرصتونه برابروي،ترڅو هغوی غصب وکړي،دا ګمان کیږي،چې دوی ورسره لاس ولري"

دا،موضوع مو د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد سره هم شریکه کړه،نوموړي وویل،چې دی د ټولو پولیسو په اړه پلټنې کوي،که چيرې کوم کره اسناد يې د یاد ټولنې په اړه تر لاسه کړل نو دی به پر وړاندې جدي اقدام وکړي:

"د کانال د پولیسو یو ټولی دی،خاصه وظیفه د کانال ساتنه ده،موږ به د دوی په اړه پلټنې وکړو،د دوی په اړه اسناد او شواهد به کشفي ارګانونو ته وسپارو،چې وڅيړي موږ نه یوازې دا بلکې د ټولو پولیسو په اړه پلټڼې کوو،که چېرې کوم څه په هر پولیس ثابت شي د هغه پر وړاندې به جدي اقدام کوو"

د کانال ریاست د مسولینو په خبره په ننګرهار کې شاوخوا یولس زره دوه سوه پنځوس هکټاره خمکه موجوده ده،چې تر اوسه یو نیم زر جریبه ځمکه يې له غاصبینو راګرځولې او اوس هم د کانال څلورنیم زره جریبه ځمکه غاصبینو سره په واک کې ده.

ننګرهار ‎ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG