د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۴

اوکرایني ځواکونو په سلویانسک کې د یاغیانو پر مرکز خپل ملي بیرغ درولی


اوکرایني ځواکونو د دې هیواد ملي بیرغ د سلویانسک په ښار کې د روسې پلوو بیلتون غوښتونکو پر اصلي مرکز درولی دی.

د اوکراین د دفاع وزیر "والري هیلیټي" پرون وویل چې؛ دا مهال د اوکراین بیرغ سلویانسک د ښار په مرکزي ودانۍ رپیږي.

دا وروسته له هغې ده چې د اوکراین حکومتي ځواکونو د شپې له خوا د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له دې ښار څخه روس پلوې بیلتون غوښتونکي وویستل.

د اوکراین د دفاع او ملي امنیت د شورا ویاند "اندري لایسنکو" پرون په کیف ښار کې په یوه خبري غونډه کې وویل:

"تیره روسې پلوې بیلتون غوښتونکي چې؛ د اوکرایني ځواکونو تر سختو ډزو لاندې وو مجبور شول چې له ښاره وتښتي. په نتیجه کې یو ټانک، دوه زغروال موټر او په تروریستانو پورې دوه نور تړلي وسایط ویجاړ شوې دي.“

د روسیې د کورنیو چارو وزیر ارسیني اواکوف هم ویلي دي چې؛ روسې پلوې بیلتون غوښتونکي له دې ښاره تښتیدلې دي.

د روسیې څلور ویشت په نوم خبري چینل راپور ورکړی؛ چې وسله وال له سلویانسک څخه وتلي او خپل مرکز یې کراماتورسک ښار ته انتقال کړی دی.

د بیلتون غوښتونکیو مشرانو ویلي چې؛ دوی له ښاره وتلي، خو ماتې یې نه ده خوړلې.

له سلویانسک څخه د روس پلوو بیلتون غوښتونکي ایستل؛ د کییف لپاره لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي.

د اوکراین مرکزي حکومت له تیرو درې میاشتو راهیسې هڅه کوي؛ چې د دې هیواد په ختیځ کې پر هغو سیمو بیرته واک ټینګ چې روس پلوو بیلتون غوښتونکي لاندې کړي دي. سلویانسک یو له همدې سیمو او د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له مهمو مرکزونو څخه و.

XS
SM
MD
LG