د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۴۶

د اوکراين پارلمان د انرژۍ د قانون مسوده تصويب کړه


د اوکراين پارلمان د يوه قانون مسوده تصويب کړه؛ چې حکومت ته د انرژۍ پر سکټور د زيات کنټرول صلاحيت ورکوي.

پارلمان دغه راز يوه بله لايحه هم په لومړي ځل تر لوستلو وروسته تصويب کړه؛ چې د شرکتونو ایتلافونو يا کنسورشيمونو دغه راز اروپايي او امريکايي کمپنيو ته د فعاليت او د اوکراين د زاړه شوي ټرانسپورټي سيسټم او د ذخيرو عصري کولو ته زمينه برابروي.

د اوکراين صدراعظم پرون پارلمان ته وويل؛ روسيه تر خپله وسه هڅه کوي؛ پر اوکراين د ګازو د انتقال په برخه کې شرايط سخت کړي.

ارسيني ياڅينیوک وويل، په نړۍ کې نن سبا د انرژۍ مارکېټ په کړکېچن وضعيت کې دى:

”تاسې ټول پوهېږئ چې، نن سبا د انرژۍ مارکېټ په ډېر بد وضعيت کې دى. دا د هغې جګړې يوه برخه ده چې؛ روسيې د اوکراين په وړاندې پيل کړې ده.“

د اوکراين صدراعظم ارسيني ياڅينیوک وويل؛ د يوه قانون تصويب به دې ته زمينه برابره کړي؛ چې اوکراين په مستقيم ډول د خپلې انرژۍ له زېرمو ګټه واخلي:

”د قانون تصويب دې ته زمينه برابروي چې؛ اوکراين د خپلې انرژۍ سيسټم ورغوي؛ په دې سکټور کې اوکراين د يوه لوبغاړي حيثيت خپلوي.“

د اوکراين صدراعظم له پارلمان نه وغوښتل چې؛ کييف ته دا صلاحيت ورکړي، خو د انرژۍ د سکټور په برخه کې بېړنى حالت اعلان کړي.

دا کار به حکومت ته دا حق ورکړي چې؛ د ګازو پر کمپنيو امر وکړي، چې کوم هېواد ته په څومره اندازه ګاز صادر کړي.

روسيه چې د اوکراين له طريقه د اورپا زياته برخه ګاز صادروي؛ په جون کې يې د ناتصفيه شويو بېلونو په خاطر اوکراين ته د ګازو لېږد درولى دى.

XS
SM
MD
LG