د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د ۳بهیر بنسټ: د انتخاباتي لانجې د حل لپاره د م.م له منځګړيتوبه ملاتړ کوو


د افغانستان د درېیم بهیرپه نوم بنسټ د انتخاباتي لانجې په حل کې د ملګروملتونو د منځګړیتوب په دې شرط مني؛ چې د دې سازمان په همکاري کې باید سیاسي اهداف نه وي نغښتي.

د دې بنسټ مسوولینو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال ټینګار وکړ چې؛ د ملګرو ملتونو منځګړتوب اوهمکاري باید شفافه اوبې پرې وي.

د دې بنسټ مشر احمد رشاد منګوري وايي:

"موږ د یوه سیاسي مدني بنسټ په توګه د ملګرو ملتونو سازمان له منځګړیتوبه په دې شرط ملاتړ کوو، چې عادلانه او بېطرفه وي او هم له انتخاباتي قوانینو سره په مطابقت کې وي."

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشراف غني احمدزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونوسازمان سیاسي نماینده ګۍ یا یوناما په منځګریتوب د مدني ټولنو له یوشمېراستازو سره وکتل.

بل خوا د پنجشنبې په ورځ ناخته دووامریکایي سناتورانو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتي لانجې پر سره له دواړو کاندیدانو سره خبرې وکړې.

د افغانستان د درېیم بهیر بنسټ د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتي لانجې پړه په انتخاباتي کمېسیونو او حکومت وراچوي.

د دې بنسټ غړي الطاف یوسفي له انتخاباتي کمېسیونوغواړي؛ چې د رامنځ ته شوې انتخاباتي ستونزو پر وړاندې مسوولانه عمل وکړي:

"موږ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړو؛ چې له قانون سره سم عمل وکړي، ټول انتخاباتي مسایل دې وڅیړي او په اخر کې د افغانستان خلکوته پاکې رای وړاندې کړي."

وموغوښتل په دې برخه کې د دافغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون او همدا راز د حکومت نظر واخلو،خو بریالي نه شو.

د جمهوري ریاست د دوهم دور له انتخاباتو وروسته سیالیو ټیمونو یوبل په انتخاباتو کې په درغلیو تورن کړل.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو اوهمپالنې ټیم مسوولینو دانتخاباتو کارکوونکي په درغلیو تورن کړل او له یادکمېسیون سره یې خپله همکارۍ وځنډوله.

که څه هم د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتي لانجې د حال لپاره ملي او نړیوالو بنسټونو منځګړیتوب کړی ، خو اوس هم انتخاباتي لانجه پرځای پاتې ده.

راپور:رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG