د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

په اسلام اباد کې به د پاکستان افغانستان او ناټو درې اړخیزه غونډه جوړه شي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، نن د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ناټو د لوړ پوړو پوځي چارواکو غونډه جوړه شوې ده.

د دې وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دا غونډه د سرحدونو د امنیت او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه د بحث په خاطر جوړه شوې ده.

بل خوا ځیني افغان کارپوهان دا ډول غونډې د افغانستان په زیان بولي او وایي چې تر دې پخوا هم ورته غونډې جوړې شوي، خوپاکستان په دغو غونډو کې پر شوو پریکړو صادقانه عمل نه دی کړی.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان د یو شمېرسیمو د ناامنولو په برخه کې د پاکستان د مداخلو د ډیریدو په اړه انتقادونه زیات شوي د افغانستان د دفاع وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت چارواکي وایي، دغه ناسته د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو ترمنځ د هغو درې اړخیزو ناستو لړۍ ده چې؛ په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي موضوعاتو په اړه په کې بحث کیږي.

د دې وزارت ویاند ظاهرعظیمي ازادۍ رادیو ته وویل، دغه ناسته د افغانستان او پاکستان د اوپراسیون د رییسانو او د کشف او استخباراتو د مسئولینو په سطح جوړه شوې ده:

″نن چې په اسلام اباد کې د دوه ستورو لرونکو جنرالانو غونډه ده د سرحدونو د امنیت او د ماینونو په هکله د ګډو همکاریو موضوعګانې په کې شاملی دی.″

ښاغلی عظیمي وایي، تر اوسه د افغانستان او پاکستان د جنرالانو په سطح شاوخوا اته دیرش ورته غونډې جوړې شوی دی.

سربیره پردې څو ورځې وړاندې اسلام اباد ته د افغانستان د ملي امنیت مشاورپه وروستی سفر کې د هغه هېواد له صدراعظم سره د دواړو هېوادو په سرحدي سیمو کې د ثبات د راوستلو په لارو چارو خبرې شوی او په دې برخه کې د یوې ګډې کمیټې په جوړولو موافقې ته سره رسیدلی دی.

په عین وخت کې ځیني افغان کارپوهان دا ډول ناستې د افغانستان په زیان بولي.

جاوید کوهستانی وایي، پاکستان غواړي د دې ناستو له بحثونو څخه د افغان ځواکونو کمزوري اړخونه ځانته معلوم کړي:

″زه فکر کوم افغان دولت ته ښه دا ده چې خپل امنیتي تدابیر او کورني امکانات او ظرفیتونه په کار واچوي.

له پاکستان سره دې اړیکې نه شلوي، خو دې ډول غونډو نه یوازې دا چې تر اوسه یي نتیجه نه ده ورکړې بلکې زموږ قوت او ظرفیتونه به ځان ته تثبیت کړي او زموږ پر ضد به عمل وکړي.″

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان امنیتي چارواکو د هلمند په ناامنیو کې، د پاکستان استخباراتي کړۍ، له وسله والو مخالفینو سره په مرستو تورنې کړې دي.

سربیره پر دې د افغانستان پرځینو سرحدي سیمو د پاکستان له لوري د راکټونو په ویشتلو هم مسلسل انتقادونه شوي، خو د افغان چارواکو په وینا، پاکستانی لوری په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

راپور: خان مخمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG