د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۹

خوست او پکتیکا ته ۷۵۰۰۰ وزیرستاني کډوال ورغلي


د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره خبر ورکوي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله تر ۷۵ زره ډير کسان په تیرو دوو اونیو کې افغانستان ته مهاجر شوي دي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره یا ( یو این ایچ سي ار)، د خوراکي پروګرام نړېواله اداره یا ( ډبیلو ایف پي)، د روغتیا نړېوال سازمان یا ( ډبلیو ایچ او) او یو شمېرنورې موسسې له دغو کډوالو سره په یوه وخت د مرستو پر لارو چارو خبرې کوي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې پرون په یوه راپورکې د خوست او پکتیکا ولایت استوګن وستایل چې د دغو کډوالو هرکلی یې کړی دی. خو یو این ایچ سي ار وویل، چې نړېوالې موسسې هڅې کوي چې ترهرڅه مخکې دغو پناه غوښتونکو ته خیمې، د څښاک اوبه او روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو استازی باوشاک او په افغانستان کې د بشري مرستو هماهنګ کوونکی مارک باو خوست ته ورغلل او له نژدې یې د وزیرستاني کډوالو حال واخیست.

له دوو اونیو راهیسې چې له شمالي وزیرستانه خلکو افغانستان ته مخه کړې ده د ملګرو ملتو یو شمیر موسسو هغوی ته د خوړو او نورو موادو د برابرلو هڅې پیل کړې دي او په زرګونو ماشومانو ته یې د ګوزڼ یا پولیو او شري د ناروغیو واکسین ورکړی دی.

یو این ایچ سي ار وایي، چې په خوست او پکتیکا کې مرستندویه موسسو له وزیرستاني کډوالو سره د مرستې لپاره له نړیوالو د کومک غوښتنه کړې ده.

دغه موسسې وايي، چې د شپږو میاشتو په مخه شل میلیونه ډالرو ته اړتیا شته څو په خوست او پکتیکا کې له دغو مهاجرو سره ابتدایي مرستې وشي.

XS
SM
MD
LG