د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

په افغانستان کې د نشه يي توکو پرضد د ۱۲ کلونو ناکامه پاليسي


په ۲۰۰۰میلادي کال کې افغانستان يو مهمه لاسته راوړنه درلوده او هغه دا چې د دې هېواد په تاريخ کې د تارياکو توليد ترټولو کم وو.

د فارن پاليسي د يوې ليکنې له مخې، د طالبانومشرملامحمد عمر د کوکنارو کرغيراسلامي فعل وباله او د مخدره توکو پرخلاف يې دا اعلان په ډېره موثره خو په ډېره وحشيانه توګه پلی کړ.

د دې کارلپاره طالبانو له تهديده کار اخيست، په عام محضرکې يې خلک وهل او په زوره يې د کوکنارو کر له منځه ووړ.

د دې کارپه پايله کې په هغو ځايونوکې چې د دوی ترکنترول لاندې وو، د کوکنارو کر ۹۹ په سلو کې له منځه ولاړ.

څوارلس کاله وروسته، د طالبانو خونړۍ لاسته راوړنې تقريباً په پوره توګه له منځه تللي دي.

د ملګري ملتونو د يوه راپور له مخې، د کوکنارو کر په ۲۰۱۳ کال کې د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۳۶ په سلو کې زيات شوی دی، چې په پايله کې يې د تارياکو توليد د نړۍ پرکچه د ۱۹۹۸ کال په پرتله ترټولو زيات شوی دی.

د فارن پاليسي خپرونه وايي، د ۲۰۰۱ کال په پای کې د ناټو ځواکونو غوښتل چې؛ د کوکنارو د کرپه له منځه وړلوکې د طالبانو له کاميابۍ سره سيالي وکړي، خو دوی ځکه د کوکنارو د کرپه له منځه وړلو کې هغومره کاميابه نه شو، چې دوی د طالبانو په شان د کروندګرو پرخلاف د تاوتريخوالي څخه ډډه کوله.

د ۲۰۰۱ کال اقتصادي بحران کروندګر بيرته دې ته اړ ايستل چې د کوکنارو په کرلاس پورې کړي.

په افغانستان کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې د پاليسۍ تطبيق عملاً ناشونی شو، ځکه چې د ايساف ځواکونو ترمنځ د دې پاليسۍ پرسراختلاف وو او دوی يوې موافقې ته نه رسېدل.

پردې سربېره، طالبان د پيسو په لټه کې وو، چې له لويديځو ځواکونو سره جګړه وکړي.

د دې لپاره دوی له خپل پخواني دريځه چې مخدره توکي غير اسلامي دي، لاس واخيست.

د کوکنارو پرکراو مخدره توکو په ماليه اخيستلو سره طالبانو ته د پيسو چينه په لاس ورغله.

د فارن پاليسۍ د خپرونې په وينا، امريکا بيا هم د کوکنارو د کر د له بېخه ايستلو د ستراتيژي پر پلي کولو ټينګار کاوه.

په ۲۰۰۷م کال کې ويليام بي ووډ چې هغه وخت په افغانستان کې د امريکا سفير وو، له هوا څخه د کوکنارو پرکرد دوا شيندل ترټولو غوره لاره بلل.

ده ويلي وو،چې په افغانستان کې د کوکنارو کرد له منځه وړلو لپاره به له هرې لارې کار واخلي.

د فارن پاليسي خپرونه وايي، په داسې حال کې چې د امريکا ځواکونه له افغانستانه وځي، د مخدره توکو پرخلاف د دوی پاليسي نه ده کاميابه شوې.

د ملګري ملتونو د وروستي راپور له مخې، د کوکنارو د کر لپاره ځانګړې مځکه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له ۱۵۴ زره څخه په ۲۰۱۳ م کال کې تر ۲۰۹ زره هکټره پورې رسېدلې ده او په افغانستان کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د تارياکو توليد تقرٍيباً ۶۸۸۳ ټنه اټکل شوې وو، چې دا اتيا په سلو کې د ټولې نړۍ ترياک جوړوي.

XS
SM
MD
LG