د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۵

د عراق نوی پارلمان نن خپله لومړې غونډه کوي


په داسې حال کې چې د عراق نوی پارلمان نن خپله لومړې غونډه کوي، حکومتي ځواکونه په شمال کې د تکريت ښارله سني جنګياليو څخه د بيرته نيولو لپاره خپلو بريدونو ته زور ورکړی.

د عراق او شام اسلامي دولت ډلې سني جنګياليو د دې مياشتې په سرکې تکريت ونيو او له دې سره يې د عراق په شمال او جنوب کې ډيرې نورې برخې هم ونيولې.

د تېرې اپرېل د مياشتې د ټاکنو وروسته پارلمان خپل نوی ريس، صدراعظم او ولسمشرټاکي.

د عراق شيعه صدراعظم نوري المالکي غواړي، د دريم ځل لپاره د دې هېواد صدراعظم شي.

دی په عراق کې فرقوي کړکېچونو ته په لمن وهلو تورن دی.خو وروسته له دې چې د عراق او شام اسلامي دولت ډلې جنګياليو په جنګونو پرمختګ وکړ، د ده دريځ کمزوری شو.

د عراق نوی پارلمان خپله لومړې غونډه په داسې حال کې کوي چې دولتي ځواکونو د شمالي ښارتکريت د بيرته نيولو لپاره خپلو بريدونو ته زور ورکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وياندې جين ساکي پرون وويل، چې واشنګټن اوس هم پر عراقي مشرانو ږغ کوي چې؛ د پارلمان د ريس، د هېواد د صدراعظم او جمهور ريس د ټاکلو لپاره توافق ته سره ورسيږي.

د عراق او شام اسلامي دولت ډلې چې له القاعده څخه جلا شوې ده، د عراق او سوريې په هغو سيموکې چې ترخپل واک لاندې راوستې، خلافت اعلان کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وياندې جېن ساکي ويلي دي چې؛ د دې ډلې دغه اقدام د عراق او سوريې د خلکو لپاره بې مانا دی.

دغه اعلان د عراق او سوريې د خلکو لپاره هيڅ مانا نه لري. دا کار ددې ډلې له مخه نوره هم پرده لري کوي چې؛ دوی څومره د تهديد او زورله لارې پرخلکو خپل کنټرول تپل غواړي.

پوځي سرچينو پرون وويل، چې دولتي ځواکونو د تکريت شا او خوا سيمې ترخپل کنترول لاندې راوستلي دي.

په عين حال کې راپورونه وايي، چې د ملاتړلپاره ټانکونه او توپونه سيمې ته رسېدلي دي.

د امريکا ولسمشرباراک اوباما تقريباً ۲۰۰ امريکايي پوځيان په بغداد کې د امريکايي سفارت د امنيت د نيولو لپاره عراق ته ليږي.

اوباما پرون د امريکا کانګريس او سنا ته په دې هکله معلومات وړاندې کړل. ده وويل، له دې ځواکونو سره به طيارې، استخباراتي تجهيزات او ۳۰۰ پوځي سلاکاران هم وي.

عراق ته د پوځي سلاکارانو د لېږلو اعلان اوباما لس ورځې مخکې کړی وو.

په هم دې حال کې د عراق حکومت ويلي دي چې؛ په دې هېواد کې په روانه مياشت کې ۲۰۰۰ کسه وژل شوي دي.

د وژل شويو کسانو دا شمېره د ۲۰۰۷ کال د مې را په دې خوا ترټولو لوړه ده.

XS
SM
MD
LG