د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۴

ستیغ: ضیاالحق امرخیل ته منسوبې تلیفوني خبرې د شکایتو کمیسیون ته نه دي سپارل شوي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د اصلاحاتو او همپالنې ټیم نه غواړي چې؛ د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشرته منسوبې ثبت شوي تیلفوني خبرې دې د څیړلو لپاره دې کمیسیون ته وسپاري.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د دارالنشا رییس ډاکټرعلي ستیغ د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې که دا ټلیفوني خبرې ورته ورسیږي نو د ملي او نړېوالو څارونکو به حضور کې به یې په اړه څیړنې وکړي.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړي وایي، چې دوې د دارالنشا د پخواني مشر په اړه جمع کړي ټول اسناد د شکایتونو کمیسیون ته سپارلي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي، د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم لا هم دې کمیسیون ته هغه ټیلیفونې خبرې نه دي سپارلي چې؛ د انتخاباتو کمیسیون د دارالانشا پخواني مشر ضیا الحق امرخیل ته منسوبې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د دارالنشا رییس ډاکټر علي ستیغ د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه وغوښتل چې دغه ټیلیفونې خبرې دوی ته وسپاري:

″تر اوسه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته په دې اړه کومه کاپي نه ده سپارل شوې خو زه له دوی هیله کوم چې د دې اسنادو یوه کاپي دې په رسمي ډول د شکایتونو کمیسیون ته وسپاري، دوی د کمیسیون او هغو مراجعو سره چې دا غږونه په تخنیکي لحاط انلایز او تحلیل کولای شي دا موضوع له نزدې قدم په قدم وڅاري.″

ښاغلی ستیغ وايي، دوی هڅه کوي چې دا ټلیفوني خبرې چې د رسنیو له خوا هم خپرې شوي دي پیدا او په اړه یې څیړنه وکړي.

هغه وايي، د انتخاباتو کمیسیون د دارالنشا پخواني ریس ضیاالحق امرخیل ته منسوبې ټیلیفونې خبرې جمهوري ریاست او د ا مریکا سفارت ته سپارل شوي خو دوی ته لا نه دی سپارل شوي.

له بلې خوا د شنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند ویلي وو، چې د دغې ټیلیفوني خبرو په اړه یې څیړنې پیل کړي او له ملګرو ملتونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د عبدالله عبدلله په مشری د اصلاحاتو او همپالنی ټیم څه موده وړاندې داسې تیلفوني خبرې خپرې کړې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالنشا پخواني مشر ضیاالحق امرخیل ته منسوبې وې او هغه پکې په درغلیو تورن شوی وو.

ښاغلي امر خیل دا ټیلیفونې خبرې جعلې وبللې او له خپلې دندې یې د هغه په ونیا د ملي ګټو لپاره استعفا وکړه.

د همپالنې د ټیم چارواکي بیا د ازادی راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون دا خبره ردوي چې دوی ته ورسره تر اوسه دا ټیلیفونې خبرې نه دي شریکې کړي.

د دې ټیم یو ویاند فاضل سنچارکي په دې اړه وايي:

″موږ د امرخیل اړوند ټول شکایتونه د اسنادو او شواهدو سره په رسمي ډول د کابل د کمیسیون په واک کې ورکړيدي چې ټول لازم مواد هم ورسره وه دا چې دوی وایې چې مونږ ته یې ندي سپارلي حتما د بې نظمیو له امله چې په دې اداره کې شته ورک شوي او یا ترې انکار کوي.″

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د انتخاباتو په پروسه کې د دخیلو ټولو ادارو او دواړو کاندیدانو غوښتي چې له انتخاباتي کمیسیونونو سره همکاري وکړي او که د انتخاباتو په اړه شکایت لري له قانوني لارو چارې دې مخکې ولاړ شي.

دې سازمان په یوه خپره کړي اعلامیه کې ویلی دي چې که کوم شخص یا اداره په درغلیو تورن کیږي نو باید د افغانستان د قوانیو له مخې دا درغلی د ټولو خواوو په همکاری وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG