د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ولې ځيني کورنۍ بهرته د تګ لپاره ان د کور وسایل هم پلوري؟


ښايي تاسوهم ډیرې داسې کورنۍ لیدلې وي چې؛ بهرته د تللو لپاره یې کورد کور وسایل او ان پوله او پټۍ خرڅ کړي.

اکثره یې بیا دا چې په غیرې قانوني توګه سفرکوي د لارې په اوږدو کې په عامه اصطلاح سر او مال شي، یانې دا چې له پیسو سره د کور غړي هم له لاسه ورکوي، څوک په غرونو کې ورکیږي، څوک اوبو کې غرقیږي او څوک خو هم په ځنګلونو کې د وحشي ځناورو ښکار شي.

له دې ټولو خطرونو سره بیا هم یوه او بله خبره د دې سبب شي چې خلک له هېواده تللو ته زړه ښه کړي.

لیلا چې اوس په کابل کې لاسي صنایع خرڅوي وایي، د کور ټول وسایل او سره زر یې د خارج تللو قرباني کړل.

ځیني کسانو ته بیا خپلوانو په بهرکې غرغوښه او سیند ښوروا کړي، مسافرت ته یې هڅولي، بیا یې په نیمه لاره کې پریښي.

اکثره قاچاقبران کومې وعدې چې په پیل کې کوي، د لارې په اوږدو کې بیا یوه هم نه عملي کوي.

د لوګر اوسیدونکی نعیم وایي، چې ورور یې په داسې لاره روان کړی و چې هره دقه یې ځان په مرګ حساب وو، وایي دوی خو بیا هم تر یوه حده ستونزې ګاللی شوې، خو کومې میرمنې او ماشومان چې ورسره و، په چغو یې ژړل.

د کابل اوسیدونکی ملک جان بیا وایي، ځیني کسان چې په لاره له غلو سره مخ شوي پیسې یې ورنه اخیستې دوی یې وژلي.

ځیني قاچاقبران پیسې اخلي د دې پروا نه لري چې؛ څوک ژوندي تیریږي او څوک مري، چې سخته په راشي خپله هم له ځان سره راوستلي کسان له مخې چپه وي، د مرګ او ژوند غم یې نه کوي.

قاچاقبرانو ته د لارو مشکلات مالوم وي، هغوی خپل اولادونه په هغو لارو چې نور خلک بیایي نه پریږدي چې لاړ شي، سیدعمر له همداسې کسانو څخه دی.

لیکونکې --- فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG