د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي د دوی شرطونو ته د رد ځواب ویل شوی


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي؛ د انتخاباتو کمیسیون دوی ته د یو مکتوب په استولو سره د دغې ټیم ټولې غوښتنې رد کړي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټیم یو غړي نورالله بریالي ارسلایيي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ له کومه ځایه چې د دوی غوښتنې نه دي منل شوي؛ وروسته له دې د انتخاباتي کمیسیونونو کارونه ورته د منلو وړ نه دي.

دی وايي، تیره شپه مونږ د انتخاباتو د کمیسیون له خوا یوه لیک ترلاسه کړ چې؛ په هغې کې د انتخاباتو کمیسیون زموږ ټولې غوښتنې رد کړې او هغې ته یې منفي ځواب ورکړ.

ښاغلي ارسلايي وویل، د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو له عبدالله عبدالله سره په یوه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما په منځګړيتوب کابل کې جوړه شوې وه؛ ډاډ ورکړی و، چې د دې ټیم غوښتنې مني.

د یوناما دفتر د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیا الحق امرخیل له استعفا څو ورځې وروسته د انتخاباتو د کمیسیون د مشر او د عبدالله عبدالله ترمنځ د دغې دفتر په منځګړیتوب د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکړی وو.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په وینا، په هغو سیمو کې چې پراخې درغلی په کې شوي؛ بیا د انتخاباتو ترسره کول، د هغوی د ټیم یوه غوښتنه وه چې؛ د انتخاباتو د کمیسیون له خوا نه ده منل شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمسیون ویاند نور محمد نور بیا وايي؛ چې دوی د ډاکټر عبدالله د ټیم هرې غوښتنې ته د قانون په رڼا کې ځواب ورکړې او چمتو دي، چې له دوې سره پدې اړه مخامخ خبرې هم وکړي.

ښاغلي نور ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې د دوی په غوښتنو کې په ځینو سیمو کې د انتخاباتو بیا ترسره کول هم شامل وو؛ چې د قانون په رڼا کې ورته ځواب ورکړل شوې دې.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم انتخاباتي کمیسیونونه او جمهور رییس حامد کرزی د انتخاباتي جنجالونو د عواقبو مسوول بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په انتخاباتو کې له ښکیلو ټولو خواوو غوښتي چې؛ له انتخاباتي کمیسیونونو او له دغې پروسې سره په د زغم په لرلو او درناوي سره همکاري وکړي او له هر داسې کاره ډډه وکړي چې؛ د خشونت، مدني بې نظمیوو او بې ثباتۍ سبب ګرځي.

دغې شورا ټینګار کړی چې، په انتخاباتو کې دخیل اړخونه دې خپل شکایتونه د هغو میکانیزمونه له لارې تعقیب کړي چې؛ د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتي قوانینو سره مطابقت ولري.

XS
SM
MD
LG