د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۰

د فرانسې او جرمني مشرانو د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره خبرې وکړې


د اروپايي ټولنې مشرانو د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د اوکراین د بحران په اړه خبرې وکړې.

د فرانسې د ولسمشر دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې؛ د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د فرانسې د ولسمشر فرانسواولاند او د جرمني د صدراعظمې انګېلامرکل ټلفوني خبرو نژدې دوه ساعته دوام وکړ.

بیان زیاتوي، دې مشرانو د اوکراین په امنیتي حالت کې د وروستیو پرمختیاوو د اهمیت، د اوربند د مهلت د غځولو او د سولې د هغه پلان په اړه بحث وکړ چې؛ طرح یې اوکراین وړاندې کړې ده.

د اوربند موده:

کرېملین وايي، درې واړو مشرانو پر ولسمشر پروشېنکو غږ وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند موده چې نن د شپې په لسو بجو پای ته رسېږي، اوږده کړي.

پروشېنکو وویل، له ولادیمیر پوتین، فرانسوا اولاند او انګېلا مېرکل سره به نن بیا په ټلفوني کنفرانس کې خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې؛ د اوکراین په ختیځ کې پرون د حکومتي ځواکونو او روس پلوو بېلتونپالو ترمینځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شول. د اوکراین پوځ وايي، چې په دونېڅک او لوهانسک ښارونو کې د شنبې او یکشنبې ورځو په نښتو کې پنځه دولتي سرتېري مړه او اولس نور ټپیان شوي.

د یوې اونۍ یو اړخیز اوربند زموږ د سرتېرو له مړینې پرته بله نتیجه ورنه کړه او دوه اویا ساعته اضافي اوربند به هم کومه نتیجه ورنه کړي.
یوري

همداراز د راپورونو له مخې یاغیانو په دونېڅک کې د هوايي مدافعې یو مرکز نیولی او یوشمېر پوځیان یې اسیران کړي دي.

له بلې خوا د ازادۍ راډیو اوکراینۍ څانګې راپور ورکړی چې؛ په پلازمېنه کییف کې پرون زرګونه کسان د جمهوري ریاست د ودانۍ مخې ته راټول شول او د اوکراین په ختیځ کې یې د اوربند ختمولو غوښتنه وکړه.

په دې مظاهره چیانو کې یو، یوري دی چې وايي، اوربند د اوکراین د ختیځ پر حالاتو هېڅ راز اغېزه نه ده کړې:

"د یوې اونۍ یو اړخیز اوربند زموږ د سرتېرو له مړینې پرته بله نتیجه ورنه کړه او دوه اویا ساعته اضافي اوربند به هم کومه نتیجه ورنه کړي. دا ښيي چې له تروریستانو له هغو کسانو سره چې د خپلو اهدافو لپاره یې وسله پورته کړه، یوازې د دوی په خپله ژبه خبرې کېدای شي او دا د زور ژبه ده."

مظاهره چیانو له ولسمشر پروشینکو څخه وغوښتل چې؛ د اوکراین په ختیځ کې پوځي حالت اعلان کړي او رضا کارانو ته کافي وسلې ورکړي؛ څو د تروریستانو پرضد جګړه وکړي.

دوی د هغو پوځیانو لپاره چې د اوکراین په ختیځ کې په عملیاتو کې ګډون کوي د ټولنیزو ضمانتونو غوښتنه هم کوله او پر ولسمشر پروشینکو یې غږ وکړ چې؛ د بېلتونپالو د ملاتړ له کبله پر روسیې د اروپايي ټولنې د نورو بندیزونو غوښتنه وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل مسکو ته خبرداری ورکړی چې که چېرته د ولسمشر پروشینکو د سولې په پنځلس فقره یي پلان کې پرمختګ ونشي نو اروپايي ټولنه د موثرو اقداماتو لپاره تیاره ده.

د پروشینکو په طرح کې د مرکز د واکمنۍ کمول او له وخته مخکې پارلماني انتخابات شامل دي.

XS
SM
MD
LG