د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۵

نور: د عبدالله عبدالله پوښتنې مو له قانون سره سم ځواب کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یوځل بیا ټینګار کوي چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د معترض کاندید عبدالله عبدالله غوښتنې او پوښتنې یې له قانون سره سم ځواب کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ په راتلونکي کې هم د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین پوښتنو او غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دی.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور آزادۍ راډیو ته وویل؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دې کاندید د انتخاباتي کمپاین اندېښنو ته مخکې هم له قانون سره سم ځواب ویل شوی.

ښاغلي نور زیاته کړه چې، د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا له نویو انتقادونو سره سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به خپل کار ته دوام ورکړي:

"د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د قوانینو په رڼا کې کارونه مخ ته وړي. موږ هیله مند یو چې هرڅه ژر، د ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله ټیم له دې پروسې سره یوځای شي.

هر هغه معلومات، هرهغه وړاندیز چې د قوانینو پربنسټ وي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون چمتو دی چې؛ د دوی لپاره دغه معلومات ترتیب کړي او په اختیار کې یې ورکړي او کوم وروستی مکتوب یې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته رااستولی و؛ د قوانینو په رڼا کې ورته ځواب ورکړل شو."

ښاغلي نور وویل، د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه غوښتنه د هېواد په ځینو سیمو کې له سره انتخابات و؛ خو دی زیاتوي چې، په قوانینو کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې یوځل بیا اعلان وکړ چې؛ د انتخاباتو له مسوولو ادارو سره خپل اړیکي پرې کوي. د نوموړي د کمپاین د دفتر مشر نصرالله بریالي ارسلايي وویل چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوی غوښتنو ته د رد ځواب ورکړی:

"د انتخاباتو د کمیسیون د دغه رد ځواب په مقابل کې له نن وروسته موږ د انتخاباتو د کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ټولې کړنې او ټولې فیصلې ردوو."

ښاغلي ارسلايي زیاته کړه، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو په کابل کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما په منځګړتوب له عبدالله عبدالله سره په یوه غونډه کې ډاډ ورکړی و؛ چې د دوی د غوښتنې به منل کېږي.

د انتخاباتو له ټاکل شوي مهالوېش سره سم تمه ده چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو نتایج د چنګاښ په یوولسمه نېټه د راروانې چارشنبې په ورځ اعلان شي.

د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات د غبرګولي؛ جوزا په ۲۴ مه نېټه ترسره شول چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د احصاییو له مخې څه باندې اوه میلیونه کسانو ګډون په کې وکړ.

XS
SM
MD
LG