د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۵

سپینې ماڼۍ د ۲۰۱۵ لپاره د نظامي بودجې وړاندیز کانګرس ته لیږلی


سپینې ماڼۍ د ۲۰۱۵ کال لپاره د نظامي بودجې وړاندیز کانګرس ته لیږلی دی.

په دغه وړاندیزکې د نژدې شپیتو میلیاردو ډالرو غوښتنه شوې ده، چې د روان مالي کال تر بودجې شل میلیارده ډالره کمې دي.

دا کموالی داسې مهال راغلی چې؛ د امریکا ولسمشربارک پریکړه کړې چې؛ د ډیسمبر تر یو دیرشمې نیټې به خپل تقریبا ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

اوباما په یوه لیک کې د کانګرس رییس ته د افغانستان او نورو بهرنیو پوځي فعالیتونو لپاره د اته پنځوس اعشاریه شپږو میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

دا په یوې لسیزې کې د پنټاګون له خوا د جنګ لپاره ترټولو کوچنی رقم ښودل کیږي.

که څه هم د رویټرز په دغه راپور کې د دې بودجې د کموالي او په ځانګړي ډول د افغانستان د جګړې د ختمولو ترمنځ کومې اړیکې ته اشاره نه ده شوې، خو دا وړاندیز داسې مهال شوی چې ولسمشراوباما په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د روان ۲۰۱۴ کال ترپایه د خپلو سرتیرو د کمولو اعلان کړی دی.

په دغه بودجه کې د افغانستان پرجګړې سربیره ، ۵۰۰ میلیونه ډالره په سوریه کې د اپوزیسیون د ملاتړ لپاره ، ۱،۵ میلیارده ډالره د سوریې د هغو ګاونډیو هېوادونو د ثبات لپاره چې کډوال ور اوښتي او ۱۴۰ میلیونه ډالره په عراق کې د غیرعملیاتي روزنې لپاره ځانګړي شوي دي.

د روان مالي کال بودجه د سپتمبر پر دیرشمه نیټه پای ته رسیږي.

سپینه ماڼۍ وایي، د تروریزم ضد مبارزې بودجه به د دوی د متحدینو په پیاوړي کیدو ولګیږي چې؛ وتوانیږي تروریستي ګواښونو ته ځواب ووایي.

شاوخوا دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره به د ځینو هېوادونو په روزنه او تجهیزمصرف شي چې د هغو تروریستي ډلو پر وړاندې جنګیږي چې متحده ایالات او د دوی ملګري هېوادونه ګواښي.د بیلګې په ډول دا پیسې به د هغو امریکایې کمندویانو پر لیږلو مصرفیږي چې د نورو هېوادونو ځواکونو ته روزنه ورکوي.

سناتورکارل لیوین چې د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې دیموکرات استازی دی، د دغه وړاندیز هرکلی کړی او وایي، په سوریې کې د اپوزیسیون غړو د ملاتړ لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو بودجه، هغه څه دي چې د دوی د ټیم د غړو غوښتنو ته ورته والی لري، خو د همدې کمیټې جمهوري غوښتونکي استازی بک مکیون ویلي، چې د دوی ټیم به په تیره بیا د تروریزم سره د مقابلې د بودجې وړاندیز له نژدې وارزوي.

XS
SM
MD
LG