د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

بوشاک: په خوست اوپکتیکا کې نهه زره کډوالوته مرستې رسول شوي


په افغانستان کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنرۍ یو،این،ایچ،سي،ار رییس بوشاک
په افغانستان کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنرۍ یو،این،ایچ،سي،ار رییس بوشاک

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونوعالي کمیشنرۍ UNHCRوایي، هغو زرګونو کډوالوته یې مرستې رسولي چې؛ له شمالي وزیرستانه خوست او پکتیکا ولایتونو ته راغلي دي.

په افغانستان کې د دې ادارې مشرد پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله څه باندې یوولس زره کورنۍ افغانستان ته کډوالې شوي دي.

په عین حال کې د کډوالو نړېوال سازمان ( اې،او،ایم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې؛ د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستو لپاره جدي کار روان دی.

خوست او پکتیکا ته له شمالي وزیرستانه د راغلو یوولس زرو کډوالو کورنیو له ډلې څخه نهو زره کورنیو ته یې د کډوالوپه چاروکې د ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ UNHCR له خوا خوراکي او غیر خوراکې مواد ویشل شوي دي.

د دې کمیشنرۍ مسوولان وایي، چې خواړه، د څښلو پاکې اوبه، موقته سرپناه، پشه خانې او داسې نورمواد یې دې کډوالو ته ورکړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنرۍ یو،این،ایچ،سي،ار رییس بوشاک د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا مرستې د ملي او نړېوالو خیریه ارګانونو له خوا ویشل شوي او دا لړۍ همداسې دوام لري:

"د سرې میاشتې عالي ټولنې، سوداګرو او عامو خلکو اړو خلکو ته اوبه او سرپناوې ورکړي.

یو،این،ایچ،سي،ار او اې،ار،سي هم خوراکي مواد او سرپناوې هغوی ته برابر کړي.

د خوړو نړېوال سازمان شپږ سوو کورنیو ته خواړه او داسې نورمواد چمتو کړي او باید هڅه وکړي چې نورې داسې مرستې هم برابرې کړي."

د پاکستان پوځ نږدې درې اونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل.

د کډوالو په چاروکې د ملګروملتونو اداره وایي، چې د دې عملیاتو له امله شاوخوا نهه زره کورنۍ خوست او څه باندې دوه زره کورنۍ پکتیکا ولایت ته کډوالې شوي دي.

تردې وړاندې د قبایلو په چارو کې د جمهور رییس کرزي سلاکار شهزاده مسعود هم ازادي راډیو ته ویلي وو، چې له شمالي وزیرستانه دا کډه شوې کورنۍ له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او باید ورسره عاجلې مرستې وشي.

په عین حال کې د کډوالو نړېوال سازمان IOMهم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې نږدې دیارلس زره کورنۍ له شمالي وزیرستانه افغانستان ته کډه شوي دي.

دې سازمان څرګنده کړې چې؛ په دې ډله کې یو شمېر افغانان چې له څو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې اوسیدل هم شامل دي او دوی ټول بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دې سازمان عمومي رییس ډاډ ورکړی چې؛ دوی هم هڅه کوي چې دې کډوالو ته خوراکي اوغیر خوراکي ضروري مرستې برابرې کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG