د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۴

وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ!


کله مو وینه ورکړې؟ که نه مو ده ورکړې، نو ولې؟ د ځينو غوندې د وینې په ورکړه ډاريږئ؟ او که فکر کوئ چې کوم صحي یا روغتیايي مشکل به درته پېدا شي؟

ډاډه اوسئ چې د تاسې اهدا شوې وینې به د یو چا زړه له درېدو یاني یو څوک له مرګه ژغورلی وي. په ننۍ تاندې څانګې کې د وینې د ورکړې پر اهمیت او ګټو غږیږو.

تر اوسه په طبي نړۍ کې وینه داسې څه دي، چې په مصنوعي ډول نشي رامنځ ته کېدلی. همدا علت دی چې که چېرې یو انسان د وینې له کمبود سره مخ کیږي نو بل انسان ته اړ دی چې وینه ورکړي. نو څه وايي چې غر په غره نه ورځي خو انسان په انسان ورځي. د وینې د ورکړې په اړه ځينې بېځایه اندېښنې شته، دغه ځوان نعمت الله روان وايي، چې پخوا یې د وینې ورکړې ته زړه نه ښه کاوه، چا ورته ویل چې کمزوری کېږې، چا ورته ویل چې ناروغه به شې او بلا ډېرې خبرې...

په کابل کې د وینې بانک تخنيکي سالاکار ډاکټر محمد اسماعیل زبېر هم دغه ډار او تشويشونه بې ځایه بولي او وايي چې د وینې ورکړه د پېښتورګي ورکولو غوندې نده چې په اصطلاح یو نارمل انسان دې ورسره غېرنارمل شي.

د وینې بانک په لابراطوار کې مې یوه مور ملالۍ له خپلې ۱۳ کلنې لور سره ولېده چې په ډېره خوشالۍ له یوه بل ځوان سره کوټې ته راننوتله، د دې لور په تلسمیا ناروغۍ اخته وه، تلسمیا یوه داسې ناروغي ده، چې ورباندې اخته کس یې وینه کموي، باید هره میاشت تازه وینه ورکړل شي او که په وخت وینه ورونه رسيږي نو مري، د دې مور په سترګو کې اوښکې تاوېدې او بیا یې په خوشالۍ وویل چې محمدناصر یې دا ځل لور ته د وینې ورکولو لپاره چمتو شوی. محمد ناصر د کابل د یوه پوهنتون محصل و، ده داسې کسانو ته د وینې ورکړه یوه فریضه بلله او پخپل دې کار ډېر خوشاله و.

ډاکټرمحمداسماعيل زبیر وايي چې د تلسمیا ناروغانو تر څنګ ځينو نورو ناروغانو ته هم وخت نا وخت د وینې ضرورت پيښيږي، چې دوی داسې رضاکاره ځوانانو ته هره شېبه سترګې په لار وي.

څه وايي چې دنیا په ښو خلکو اباده ده، د محمدناصر په څېر روان هم هغه ځوان دی چې له یو چا سره په ښه کولو کې څومره خوند ويني هغومره خوند په بل هيڅ شي کې نه وي، دی همدا راز وايي چې دوه ځلې یې وینه ورکړې او دې کار ډېره ګټه ورته کړې.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ټول کابل کې تر 400 ډېر د طلسمیا ناروغان دي، چې د کابل په کارت نو سيمه کې له دې ډلې 150 کسه له میناخیریه ټولنې سره ثبت دي، دا ټولنه دغو 150 ناروغانو ته د وینې بانک په مرسته وینه رسوي، هلته مې له غزني یوه راغلي پلار سره خبرې وکړې چې د خپل زوی سر ته ناست و او زوی ته یې وینه چالانه وه، ده له ځوانانو غوښتل چې وینه ورکړي او د ده د زوی په څېر د سلګونو نورو ناروغانو ژوند وژغوري.

مینا د میناخیریه ټولنې بنسټګر ثاقب نیازي خور وه، چې د تلسمیا ناروغۍ له کبله یې له لاسه ورکړه، ثاقب نیازی وايي چې د هر ځوان وینه ورکول په دې مانا دي، چې دی د یوه انسان ژوند ژغوري، دی همدا راز وايي چې کله یو ځوان د وینې ورکړې لپاره یوه طبي مرکز ته ځي، نو د وینې ځينې وړیا معاینات ورته کیږي، چې ښايي له دې سره په ده کې ځينې پټې ناروغۍ رابرسېره شي او په وخت یې درملنه وشي.

ډاکټرمحمد اسماعيل زبېر خوشاله دی چې اوس د وینې د ورکړې په اړه د خلکو خصوصاً د ځوانانو د پوهاوي کچه لوړه شوې او د ځوانانو ځينې فعالان او ټولنې هم د دوی په څېر د وینې د راټولولو کمپاینونه جوړوي.

په کابل کې د وینې مرکزي بانک مشر ډاکټر احمد مسعود رحماني د وینې د راټولولو کمپایونونو په اړه راته وايي او له دې مو خبروي چې په کومو شرايطو برابر کسان وینه ورکولی شي: (خبرې)

لکه په خپرونه کې مو واورېدل، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د مېندو د مړينې کچه پکې لوړه ده، د ۲۰۱۴ کال د وینې د ورکړې نړېواله ورځ د (خوندي وینه د مېندو د ژغورنې لپاره) تر شعار لاندې ولمانځل شوه. نو موږ ننۍ تاندې څانګې له دې شعار سره پای ته رسوو چې (وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ)

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، دا خپرونه د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:01 0:00
مستقیم لېنک

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG