د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

انتخاباتي ټیمونه: د امریکا اهداف د افغانستان له ګټو سره مخالف نه دي


د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وایي، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې په دې هېواد کې د امریکا اهداف د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې نه وو.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیمونوغړي وایي، چې متحده ایالاتو په افغانستان او سیمه کې د تروریزم ضد پلانونه عملي کړي او دا هغه څه وو چې افغانانوهم غوښتل.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې؛ جمهور رییس کرزي له اتلانتیک ورځپاڼې سره په مرکه ویلي، چې امریکا د خپلو اهدافو لپاره طالبان په افغانستان کې جګړې ته هڅولي دي.

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه د ولسمشر کرزي له دې خبرې سره موافق نه دي چې وایي، په افغانستان کې تیره دیارلس کلنه جګړه امریکایي دسیسه وه.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیمونو غړي تاییدوي چې؛ له شک پرته امریکا په افغانستان او سیمه کې خپل اهداف لري خو وایي، چې اهداف یې د افغانستان له ګټو سره مخالف نه دي.

د تحول او تداوم د انتخاباتي ټیم غړي طاهر زهیرد چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې امریکا په افغانستان کې ډیرې ځاني قربانۍ او مالي زیانونه ګاللي او باید له پامه ونه غورځول شي:

"موږ د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ښاغلي کرزي لید لوري ته په درناوي په دې باور یو چې؛ امریکا د یوې دسیسې او توطیې لپاره دومره تلفات نه ورکول او دومره مالي زیانونه یې نه ګالل.

زموږ په باور په افغانستان کې روانه جګړه واقعي او د تروریزم د له منځه وړلو لپاره وه."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ ولسمشر کرزي له اتلانتیک ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د جګړې په پلمه خپل پلانونه د افغانستان د ویجاړولو او د افغانانو د قربانولو په بیه عملي کړي دي.

جمهور رییس کرزي ویلي دي چې؛ په افغانستان کې تیره دیارلس کلنه جګړه امریکایي دسیسه وه او دی دا زغم نه لري چې د پردیو د ګټو لپاره قرباني ورکړي.

ښاغلي کرزي له اتلانتیک ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکې کې څرګنده کړې چې؛ په لومړیو کې په افغانستان کې د جګړې نښې نه لیدل کیدې خو دغه جنګ له موقت حکومت وروسته د امریکا له خوا پیل او ګرم وساتل شو.

ولسمشر کرزي ویلي، امریکا د ده د حکومت په لومړیو کې ملیشې یا د ده په خبره کرایه شوي قاتلین وګمارل چې؛ دې کار طالبان وسلو اخیستلو ته وهڅول او پاکستان هم له دې فرسته ګټه پورته کړه.

په همدې حال کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند فاضل سانچارکي وایي، چې ولسمشر کرزی هڅه کوي چې په دې څرګندونو سره د خلکو په ذهنونو کې له ځانه ملي څیره جوړه کړي.

ده څرګنده کړه چې؛ جمهور رییس کرزی د امریکایانو په واسطه واک ته ورسید او اوس باید نوي حکومت ته داسې سلا مشورې ور نه کړي:

"په طبیعي ډول هر څوک چې په راتلونکې کې سیاسي قدرت تر لاسه کوي باید د افغانستان د ملي ګټو او لویو مصلحتونو پر اساس له سیمې او نړۍ په تیره له امریکا سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

د ولسمشر کرزي دا ډول سلا مشورې تر ډیره لاره ورکوونکې دي نه لارښوونکې او لار موندونکي."

په عین حال کې یو شمېر څیړونکي هم په دې باور دي چې نړېوالې ټولنې په تیره امریکا په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې له تیروتنو او سرغړاونو سره سره په هره برخه کې د پام وړ کارونه کړي.

دوی وایي، چې په دې موده کې امریکا له ولسمشر کرزي نه هم ټینګ ملاتړ کړی او نوی حکومت هم دې ته اړتیا لري چې له ناټو او امریکا سره ملګرتیا ته دوام ورکړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG