د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

جنرال جان کمیپبل به د جنرال ډنفورډ پرځای په دنده وګمارل شي


جنرال جان کمیپبل
جنرال جان کمیپبل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندانۍ لپاره نوی مشر نومولی او که سنا یي تائید کړي، نوی قوماندان به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو او په دې هېواد کې د پاته کیدونکو شاوخوا لس زرو عسکرو مشري وکړي.

د دې ځواکونو ماموریت به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او مشوره وي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د دې هېواد د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال جان کمیپبل John Campbell په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان په دندې نومولی دی.

جنرال کیمپبل په ۲۰۱۰ م کال کې په افغانستان کې د امریکا د هوایي ځواک د ۱۰۱ نمبر فرقې د ځواکونو د ځای پرځای کیدو چارې پرمخ وړې وې.

جنرال کمیپبل به په راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د چارو څارنه وکړي او له نوي افغان حکومت سره به کار وکړي چې؛ خپل پوځ او مربوط وزارتونه غښتلي کړي.

جنرال جان کمیپبل به د جنرال جوزیف ډنفورډ پرځای چې د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسي په افغانستان کې د وسله والو پرضد جګړه پرمخ وړي، وټاکل شي.

جنرال ډنفورډ به د امریکا د سمندري ځواک د قوماندان په دندې وټاکل شي.

اسوشئتد پرس اژانس لیکي:

جنرال کیمپبل د افغانستان په ختیځ کې په داسې حال کې د امریکا د ۱۰۱ هوایي ځواک د قطعاتو مشري کړې وه چې؛ په سیمه کې د وسله والو جګړو سخت زور اخیستی و او افغانستان ته د نورو اضافي امریکایي عسکرو په رسیدو سره شخړې راکمې شوې وې.

۱۰۱ فرقې په افغانستان کې له ۱۳۰ زیات عسکر له لاسه ورکړې وو، چې دا شمېرد ویتنام له جګړې راهیسي د امریکا د پوځ تر ټولو ستر ضایعات ګڼل کیږي.

جمهور رئیس بارک اوباما دغه راز د سمندري ځواک پیلوټ امیرالبحر بیل ګورتني Bill Gortney چې شاوخوا ۵۴۰۰ الوتنې یي کړي، په کولارادو ایالت کې د امریکا د شمال قوماندې او د امریکا د شمال فضایي دفاع د قوماندانۍ د مشر په دندې نومولی دی.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما دریم کس د پوځ جنرال جوزیف وتیل Joseph Votel د فلوریدا ایالت په تیمپا کې د امریکا د خاصو عملیاتو د قوماندانۍ د مشر په دندې نومولی دی.

جنرال وتیل به د امیرالبحر ویلیم مکراوین پرځای چې؛ د ۲۰۱۱میلادي کال مې میاشت کې یي په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژنې عملیات پلان او پرمخ وړې وو، وټاکل شي.

جنرال مکراوین چې د ۲۰۱۱ م کال اګست میاشتې راهیسي د امریکا د خاصو عملیاتو د قوماندانۍ د مشرپه توګه کار کوي، تقاعد ته سوق کیږي.

ده دغه راز د امریکایي بریدمن بوي برګدال په خوشې کیدو کې چې په افغانستان له طالبانو سره بندي و، زیات کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG