د ټيفا يا د شفافو انتخاباتو د مرکز مشر نعيم ايوبزاده ازادۍ راډيو ته وويل، په ټولو ولايتونو کې ٨٥٩٢ څارونکي لري او د هغوى راپور ښيي چې د تېرو ټاکنو په څېر د خلکو ګډون کمرنګه او د رايې ورکولو په محلاتو کې د څارونکو شمېر کم دى. ايوبزاده وايي په ځينو ولايتونو کې د دوى څارونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې ځينو مرکزونو ته د څار لپاره ورشي.
د پروان په ګلبهار سيمه کې د رايې ورکولو يوه مرکز ته نژدې چاودنه شوې خو د خلکو پر ګډون يې اغېز نه دى کړى.
په کندوز کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي د تېرو ټاکنو په نسبت اوس د انتخاباتي مرکزونو په وړاندې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته نه ده، ځکه تر سلو زيات تازه مرکزونه پرانيستل شوي دي.
په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريالان وايي چې د خلکو ګډون په زياتېدو دى.