ځينې انتخاباتي محلونه ناوخته پرانيستل شول. په بلخ ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيبزى
په بلخ ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيبزى وايي، د ورځې په لومړيو کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم و، خو وروسته دغه شمېر زيات شوى دى. هغه وويل د ښځو ونډه هم کمه ده.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل وايي، دوى هر محل ته ٦٠٠ راى پاڼې لېږلي دي.
راپورونه وايي د ننګرهار په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوې دي.