د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

واده پخپله خوښه ښه دی، که د کورنۍ په خوښه!؟


واده مو کړی؟ که کړی مو دې نو پخپله خوښه او که د کورنۍ په خوښه؟ په واده پورې اړوند کومو دودونو نه ځورېږئ؟

دې ته ورته ګڼو پوښتنو ته په ننۍ تاندې څانګې کې ځواب ویل شوی.

پېل به یې له دې وکړو چې ځوانان پخپله خوښه واده کول غواړي او که د کورنۍ، او کوم عمر د واده لپار مناسب ګڼي:

انورخان تڼی د خوست ولایت دی او تر اوسه یې واده ندی کړی، دی وايي چې د کورنۍ په خوښه واده کول غواړم او ۲۵ کلني ځکه د واده لپاره مناسب عمر بولي چې سړی د ژوند په ښه او بده ښه پوهیږي. آرزو عظيمي وايي چې داسې چا سره واده کول غواړم چې هم زما او هم زما د کورنۍ خوښه وي، ځکه چې په داسې مسایلو کې کله کله ځوانان ډېره لویه تېروتنه کوي. موسکا، صاحب ګل، مینانظري، فریدون پاڅون او لیوال هم همداسې څه وايي.

د کابل پوهنتون یوه محصله ملالۍ وايي، چې د دوی خوا ته په خوښه واده شرم ګڼل کیږي، هغه د یوه هلک او نجلۍ کېسه کوي چې د نجلۍ کورنۍ یې د واده تر منځ خنډ وه او د تېښتې اراده یې وکړه، خو وروسته بیا د خپلو کورنېو لخوا ووژل شول.

د واده لپاره هر څوک پخپل فکر کې له ځانه سره ځينې معیارونه لري. ښايي څوک به یوازې ښایست ته ارزښت ورکوي، څوک به قد او قامت ته، څوک به مال او دولت ته او څوک هم ښو اخلاقو ته. په فیس بک کې مې هم د واده په اړه خپل ځینې ملګري پوښتلي، دوی وايي:

(( عبدالرحیم صالح، ایمل ساپی او اظهار ساپی ۲۴ کلني د واده لپاره مناسب عمر ګڼي، وايي تر دې وخته به یې لوړې زده کړې بشپړې کړي وي. خونورګل تګابی بیا ۱۸ کلني د واده لپاره مناسب عمر بولي.

جان محمد ځاځی لیکي چې واده نیمه پاچاهي ده، باید پخپله خوښه وشي. عبېدالله نصرت هم همداسې وايي، او لیکي چې واده سړی ځان ته کوي، څه بل ته خو یې نه کوي.

امېد آرام او حامد اکبري لیکي، چې هلک او نجلی باید له واده وړاندې یو بل په صحیح توګه درک او سره وپيژني، تر هغه وروسته دې بیا واده سره وکړي.

ګل محمد پښتون او محب الله یاور وايي چې اصلاح باید له ځانه شروع کړو، هم پخپله لور او خور پېسې وانخلو او هم یې نورو ته د پېسو په بدل کې ورنکړو.

بصیرالحق عادل لیکلي، چې ځوانان کولی شي د لوړ ولور دود له منځه یوسي، خو قومي مشران او مخور یې نه مني او په کم ولور د لور او خور ورکړه لوی عېب ګڼي.

فیض الله مخلص وايي چې غوره انتخاب دینداره ښځه ده او هله یوه ځوان ته واده کول په کار دي چې کورنۍ ته د نفقې په پېدا کولو باوري شي. دی وايي چې نکاح ته د هوس په سترګه نه بلکې د مسؤلیت په سترګه باید وکتل شي. همداسې څه سمیع الله خان، سېد عيسی سعادت او محب الله بهیر هم ویلي.

صادق تورابزی او رضوان زرمتی وايي چې د ژوند ملګري په ټاکلو کې باید اخلاق او ښایست په پام کې ونیول شي.

احمدکلیوال نیازی ليکي، چې زموږ خوا ته د نجلۍ څه چې د هلک خوښه هم نه پوښتل کیږي، که څوک د خوښې خبره وکړي نو بې شرمه او سپين سترګی یې بولي.

شورزرملوال وايي، چې د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ یاني د دوی په سیمه کې د ولور لپاره مناسبه کچه وټاکل شوه چې د ډېرو بې وسه ځوانانو کورونه ورسره اباد شول.

وزيراحمد لیکلي، چې نن مي زابل كي د تره د زوی واده دی، ١٠لكه ولور يي تري واخست.

حاجي هاشم ځاځی وايي، چې د دې ناوړه دود مخنيوی قومي مشران أو په دين پوه علمان كولي شى)).

لکه په نظرونو کې مو واورېدل په ودونو پورې اړوند ځینې بد دودونه لکه لوړ ولورو، په هوټل کې واده کول او څو تولې سره زر... دا هم هغه څه دي چې مجرد ځوانان ترې ځوریږي. یو ځوان فضل الحق د یوه واده یادونه کوي چې ۵۰ زره ډالر پرې مصرف شوي او شفیع الله وايي په هوټل کې د واده کولو پر ځای په هغو پېسو یوه ناوې او ناوک (جوړه) ښه ژوند جوړولی شي.

آرزو عظيمي او مینه نظري د کابل پوهنتون محصلانې دي، دوی وايي چې پخپله ځوانان په ځانګړي ډول د نجلۍ کولی شي چې خپله کورنۍ پوهه کړي، چې د هلک له کورنۍ بې ځایه او لوړې تمې ونه لري، کنه نو سبا به د دوی لور، خور ژوند ورسره بد وي.

د ټولنيزو چارو کارپوه محمد حسين حازم له خوښې پرته واده کول خطرناک بولي او وايي چې که واده پخپله خوښه وشي نو تر منځ به یې یو ګډ تفاهم وي او راتلوونکی ژوند به یې خوشاله وي. دی وايي چې کورنۍ باید اولادونه خپل ملکیت ونه ګڼي بلکې خپلې خوښې ته یې پرېږدي.

حازم وايي چې په واده پورې د تړل شویو بدو دودونه او لوړو مصارفو مخه باید دولت ونيسي، دی همدا راز له ځوانانو هم غواړي چې خپلې کورنۍ او خپل خلک له دغو کارونو رامنع کړي.


تاندې څانګې چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي؛ هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، دا خپرونه د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:08 0:00
مستقیم لېنک



www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org
XS
SM
MD
LG