د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د برګدال د تبادلې پټ ساتل کانګرس په غوسه کړى دی


زياتو لوېديځو ورځپاڼو او خپرونو د هغې معاملې په اړه ليکنې خپرې کړي، چې يو امريکايي سرتېرى يې په مرسته د طالبانو له منګولو خلاص شو او په بدل کې يې پنځه طالب بنديان له ګوانتنامو قطر ته انتقال شول.

والستريت ژورنال ورځپاڼه ليکي، طالبانو د خپلې دې غوښتنې د پوره کېدو لپاره روژه نيولې وه او لومړيتوب ورته له ګوانتنامو زندان نه د بنديانو خلاصول وو.

ورځپاڼې دې ټکي ته هم اشاره کړې، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما له طالبانو سره معاملې ته لار پرانيستله او په خپل صلاحيت يې کانګرس ته له خبر ورکولو پرته د پنځو طالب قوماندانانو د خوشې کولو امر ورکړ.

خو چارواکو ويلي، سپينې ماڼۍ اندېښنه درلوده چې د امريکا د کانګرس غړو ته هر ډول اطلاع ورکول به د دې معاملې افشا کولو ته زمينه برابره کړي.

د والستريت ژورنال د ليکنې له مخې، ان د ځينو چارواکو په باور، دا اندېښنه هم وه چې د دې موضوع د افشا کېدو په صورت کې ښايي امريکايي پوځي باو برګدال چې له ٢٠٠٩م کال راهيسې د طالبانو په ولکه کې و، ووژل شي.

بله امريکايۍ خپرونه فارن پاليسي بيا ليکي، د زياتو افغانانو هغه ورځ په ياد ده، چې باور برګدال يې له سيمې وتښتول شو.

خپرونه ليکي، د هغه کلي اوسېدونکو چې برګدال ورڅخه وتښتول شو، ويلي دغه سيمه ډېره خطرناکه ده.

فارن پاليسي خپرونې د دې کلي د يوه اوسېدونکي جمال خبرې رااخيستي، چې په پکتيکا کې د امريکايي پوځيانو د پوځي اډې په څوسوه مترۍ کې ژوند کوي، ده ويلي: دوى بېخي حيران وو، چې دغه امريکايي پوځي څنګه يوه خطرناک کلي ته د ماموريت لپاره لېږل شوى و.

د دې افغان په خبره، دوى فکر کاوه چې برګدال به د امريکايانو له خوا دې کلي ته لېږل شوى و.

د همدې کلي يوه بل اوسېدونکي ويلي، دوى هڅه کوله د دې امريکايي پوځي د تګ مخه ونيسي، خو برګدال پروا ونه کړه او يوې غرنۍ سيمې ته روان شو.

ويل شوي چې کليوالو غوښتل برګدال ته ډوډۍ او اوبه ورکړي، خو ده انکار وکړ.

د ټايم په نامه امريکايۍ اوونيزې هم پر همدې مسئله يوه ليکنه خپره کړې او په يوه برخه کې يې لولو: د يوه امريکايي سرتېري د برخليک په اړه اندېښنو د امريکا ولسمشر بارک اوباما اړ کړ، چې د تبادلې مسئله له کانګرس څخه پټه وساتي.

ټايم اوونيزه ليکي، سپينې ماڼۍ يو دليل درلود چې دغه موضوع يې پټه وساتله، کنه د امريکايانو په باور باو برګدال وژل کېده.

ټايم ليکي، جمهوريت غوښتونکو زيات انتقادونه هم وکړل چې د امريکا ادارې ولې دوى له جريانه خبر کړي نه دي او د يوې معاملې پر اساس يې څو طالب بنديان له ګوانتنامو زندان نه خوشې کړل.

ټايم اوونيزې دا هم ليکلي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په بروکسل کې وويل: دغه معامله کوم سياسي فوټبال نه و.

ټايم د طالبانو د يوه قوماندان خبرې هم رااخيستي چې د برګدال په تبادله کې يې رول درلود. ده ويلي، وروستۍ معامله طالبان لا پياوړي کوي، چې د امريکايانو اختطاف ته لا ملا وتړي.
XS
SM
MD
LG