د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

ځينې ځوانان ځان لاهو کوي!


د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې درې سوه اته اتیازره کسان په اوبو کې د لاهو کېدو له امله مري. افغانستان کې که څه هم په ځينو ښاري سيمو کې د لامبو ځانګړي حوضونه جوړ شوي، خو کم دي، په لرو پرتو سیمو کې بیا خصوصاً د اووړي په موسم کې اکثره ځوانان که د چا لامبو زده وي او که نه، په نهرونو او سیندونو کې لامبي.

سمه ده چې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی، خو د ښو او بدو تر منځ توپير کول د هر چا پخپل لاس کې دي او څه وايي چې (د اوبو ژوروالی په دواړو پښو مه ګوره) خو ځينې یې ګوري.

په کابل کې د قرغې بند هم هغه ځای دی چې ځوانان او کورنۍ په مېله ورځي، خو کله کله ځينې سرزوري او په اصطلاح خون ګرمه ځوانان په دغه ژور بند کې هم لامبي. څه موده مخکې دې بند ته ورغلی وم، له ځوانانو سره مې خبرې کړي، یو ځوان چې له پنځو کلونو راهيسې د دې بند تر څنګ قصابي کوي وايي، چې هره اوونۍ په دې بند کې د یوه ځوان د ډوبېدو شاهد وي، دی وايي تر اوسه یې نږدې پنځه سوه داسې پېښې لېدلي او ډېر ځله یې هڅه کړې چې هغوی وژغوري... د ده او د ځینو نورو ځوانانو خبرې په مرکه کې اوریدلی شئ.

د دولسم شهادتنامه او سرخوږی!

په ځينو هېوادونو کې له ښوونځي او یا له لېسې تر فارغېدو وروسته په ډېره اسانۍ د فراغت اسناد یا شهادتنامه ترلاسه کولی شې. خو یو شمېرافغان ځوانان بیا وايي چې تر څو شهادتنامه تر لاسه کوي، زړه یې خولې ته راځي.

د پغمان اوسېدونکی رضاشاه وايي چې ډېر یې ځورولی یم او یو ځوان صفي الله خو حتی وايي چې د فراغت مې کلونه پوره شول، خو د شهادتنامې درک نشته.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو ريئس محمدکبيرحقمل بیا وايي چې دې پروسې که پخوا یوه میاشت نیوه اوس څلور ورځې نيسي، دی همدا رازفارغه شوي ځوانان هم ګرموي چې په داسې وخت کې دوی ته د شهادتنامې اخيستل وریاد شي چې هغه وخت د دوی مراجعين ډېر وي، ځکه یې کارونه یو څه ځنډيږي.

شمس الرحمان له جلال اباده او حیات الله له وردګ ولایته پخپله شهادتنامه پسې کابل ته راغلي، دوی که یو خوا له دې شکایت کوي چې په شهادتنامه پورې اړوند ادارې له یو بله سره لرې دي چې وخت یې ضایع کوي، نو بلخوا دا ګیله هم لري چې د دوی په څېر له ولایتونو راغلي ځوانان په هوټلونو کې شپې ورته کوي خو کار یې نه خلاصيږي.

حقمل وايي چې اوس په شهادتنامې پورې تړلې ادارې سره نږدې شوي او زیاتوي چې د دوولسم فارغانو ته شهادتنامې هم اوس پخپل ولایت کې ورکول کیږي، خو څوک چې پخوا فارغه شوي د هغوی کار په ځینو دلایلو ځنډيږي.

له وردګ ولایته د راغلي حیات الله په شهادتنامه کې یوه ټایپي تېروتنه وه، چې کار یې ځنډېدلی و او د معارف کارکوونکي یې غېرمسلکي بلل. خو کبيرحقمل یې په ځواب کې وايي چې ټايپي تېروتنې کله کله کیږي، خو ښه ده چې شهادتنامه اخيستونکی هماغه شېبه خپل نوم، د پلار نوم او نورو مالوماتو ته ځیر شي، که کومه ستونځه پکې وي نو هماغه شېبه دې اړوند اداره خبروي، خو که چېرې یې تر کابله رارسوي او وروسته متوجه کیږي چې سهوه پکې ده نو خامخا جنجال لري.

ځينو ځوانانو سره دا پوښتنه هم وه چې کله دوی غواړي په یوه شخصي پوهنتون کې ځان شامل کړي، نو ولې یې شهادتنامه تر هغه نه منل کیږي چې د شهادتنامو ریاست لخوا بیا تصديق شوي نه وي. د دې پوښتنې په ځواب کې هم حقمل وویل چې دا هر څه یوازې د جعلکارۍ د مخنيوي په خاطر کیږي.

تاندې څانګې چې د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده او په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:41 0:00
مستقیم لېنک


ShafaqN@rferl.org
XS
SM
MD
LG