د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۱

په دوهم پړاو انتخاباتو کې ځوانان رایه کاروي!؟

د ولسمشرۍ انتخابات دوهم پړاو ته غځېدلي، تېرې کېسې به هېرې کړو چې په تېرو انتخاباتو کې مو ګډون وکړ او که نه، دا وايئ، چې راتلوونکي ياني دوهم پړاو ته مو مټې رابډوهلي؟ زړه نا زړه يئ، که څنګه؟ د ګډون او د نه ګډون لپاره کوم دلایل لرئ؟ په دې خپرونه کې مې له ګڼو ځوانانو داسې پوښتنې کړي دي.

دغه ځوانان (بشیر، محمدجعفر مېرخېل، زينت، اصیل خان، محمد حسن کوچی او امين الله) وايي چې په تېرو انتخاباتو کې یې ګډون کړی او دا پرخپل ځان د خپل وطن حق بولي. خو سميع الله او نفیسه هغه څوک دي چې انتخابات ورته ارزښتمن نه ښکاري، دوی وايي چې د یو چا په بریالي کېدو کې د خلکو رایه هيڅ رول نه لري، بلکې دا هر څه په دسېسو کيږي.

که ښه او لایقه جمهوررئيس ولرو، په هېواد کې به ستونزې کمې وي، ځوانانو به خپلو زده کړو، ورزش او علمي فعالیتونو ته په سړه سينه اوږه ورکړي وي، خو که د هېواد د مشکلاتو د حل لار د جمهوريئس له فکره لوړه خبر وي، نو همدغه ځوانان به پر دولت نیوکه کولو او لاریونونو ته اوزګار وي، په پوهنتونو او علمي مرکزونو کې به ناارامه وي. د ځوانانو ټولنو فعال سعيد زابلی همداسې څه وايي او زينت په انتخاباتو کې د ځوانانو نه ګډون یو بې ګټې کار بولي.

څو لسیزې پخوا چې ښوونځي، پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه سنګرونه ګرځېدلي وو، ښايي د ډېرو ځوانانو په زړونو کې به د ارامۍ او بیا یوه لوړ منصب ته د رسېدو هېله وه، خو وخت یاري نه کوله نو... ځوان عبدالستار سعادت سره وخت او حالاتو یاري وکړه، همت یې وکړ او دا دی تر لوړ منصبه ورسېد، اوس د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کميسون مشر دی، دی وايي په انتخاباتو کې نه ګډون د ځان او د خپل راتلوونکي په اړه فکر نه کول دي.

اکثره په ناسمه او احساساتي پرېکړو سړی پښېمانه کیږي، د کابل اوسېدونکې عطیې پر وینا، دا ځل غواړي خپله سهوه جبران کړي، کومه سهوه؟ ورته غوږ شئ:
(زما نوم عطیه دی، د اقتصاد پوهنځي محصله یم. نه، له بده مرغه ما تېرو انتخاباتو کې ګډون ونه کړ، نه پوهېږم ولې مې داسې وکړل، خو چې فکر مې وکړ، د تېرو کلونو په نسبت زموږ هېواد کې ډیر بدلونونه راغلي، خصوصاً موږ نجونو ته په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ زمینه برابره شوې ده او د یوې روښانه راتلوونکې په لور روان یوو، نو ځکه اوس غواړم چې دا سهوه مې جبران کړم او انشاالله چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې به خامخا ګډون وکړم).

د پکتیا ولایت یو مدني فعال فرید احمد تسکين خپله رایه د افغانستان د دښمن د سترګو ازغی بولي او وايي چې باید ټول په دوهم پړاو ولسمشریزو انتخاباتو کې ګډون وکړو.

په هېواد کې څه د پاسه لسو کلونو کې راغلیو بدلونونو د افغانو ځوانانو پر ژوند هم اغېز کړی، په ورزشي، فرهنګي او علمي برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی. اوس مهال په هېواد کې زرګونه د ځوانانو ټولنې فعالیت کوي. شاعر، لیکوال او د داسې ټولنو یو ځوان فعال محمد یار یار وايي، چې یو وخت به مو وطن د تورې او ټوپک په زور ساته خو اوس یې د ساتلو او د دفاع لپاره یوه بله ښه لاره شته.

ځه، په انتخاباتو کې ګډون کوم، خو چا ته رایه ورکړم؟ څنګه یو وړ او لایقه کاندید یا نوماند وپيژنم؟
رخسار او امين الله وايي چې باید د هر کاندید ژوند او کارونو په اړه څېړنه وکړو، چې د هېواد لپاره یې څه کړي دي، له هغې وروسته باید رایه ورکړو.

محمدیار یار هم وايي چې باید د کاندیدانو په اړه پلټنې وکړو او وګورو چې څوک جنګسالار و او چا د وطن لپاره پخپل وخت کې څومره خدمت کړی دی.

له ځینو سره دا وېره ده چې په انتخاباتو کې درغلۍ او تقلب کیږي، محمدیار یار یې تر یو بریده مني، خو وايي چې که غواړو په راتلوونکي د نړۍ د نورو پرمختللیو هېوادونو په څېر له درغلیو پاک انتخابات ولرو، نوباید په اوسنیو انتخاباتو کې ګډون وکړو.

زموږ کار رایه ورکول دي، شفافیت او زموږ له رایو دفاع د انتخاباتو د خپلواک کميسون کار دی. د دې کميسون د دارلانشاء مشر ضیاءالحق امرخېل وايي چې ځوانان باید په انتخاباتو کې ګډون وکړي، دی ځوانانو ته ډاډ ورکوي چې رایه به یې بې ارزښته کیږي نه، شمېرل کیږي به او دفاع به ترې کیږي.

تاندې څانګې په همدې ځای پای ته رسيږي. دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:49 0:00
مستقیم لېنک


ShafaqN@rferl.org
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG