زړښت د ژوند یوه مرحله ده، که ژوند وي نو خامخا راځي، تجربو ښودلې کومو کسانو چې په ځوانۍ کې د مشرانو او سپین سرو قدر او عزت کړی، په تیرعمر کې د دوی احترام او درناوی هم شوی، خو چا چې مشرانو ته په درنه سترګه نه دي کتلي، د هغوی خدمت یې نه دی کړی، خبرې یې نه دي آوریدلي د وخت په تیریدلو سره د دوی کړه وړه بیرته په دوی خپله باندې عملي شوي، یانې اولادونو یې هغه چلند ورسره کړي چې دوی په ځوانۍ کې له خپل پلار او مور سره کړی و، یو متل هم دئ وایي:( څه چې کرې هغه به ریبې)
د کابل اوسیدونکی دین محمد وایي، چې سپین سري د کورنۍ او ټولنې خاصې پاملرنې ته ضرورت لري خو څوک دی چې په دې پوه شي؟
په ځینو کورنیو کې بیا سپین سري کسان دومره له پام نه لویدلي چې څوک یې خبرې ته غوږ هم نه نیسي.
د پغمان اوسیدونکی جیلاني وایي، یو شمېرکشران فکر کوي، چې مشران د پخوا زمانې دي، د اوس په هکله نه پوهیږي نو دوی یې ولې خبرې ومني؟ خو په اصل کې داسې نه ده.
د پکتیا د اوسیدونکی امین اله په نظر یوه مساله چې د مشرانو درناوي زیاتوي هغه په خپله د مشر احترام بل مشر ته دی.
په ځوانانو کې هم بیا ډیر داسې شته چې هغوی ته د مشرانو حقوق مالوم دي، د زړه له اخلاص نه د هغوي قدر او عزت کوي د بیلګې په توګه د څو تنو خبرې اورو.
عبدالروف چې ۹۰ کلن دی، د خپل کورکلي له چلنده ډیر خوښ ښکاري، هغه وایي مور پلار اولاد همدې ته لویوي چې بله ورځ ورباندې ټول شي.
حاجي عجب ګل چې په بهرملک کې هم ژوند کړی وایي، هلته سپین سرو کسانو ته د کورنۍ او دولت له خوا ډیره پاملرنه کیدله، خو دلته یې ځیني کسان کیسه کې هم نه دي.
لیکونکې -- فرشته مرسل