د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړي


پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې تر هوايي بريدونو وروسته ځمکني عمليات پيل کړي دي.

پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د پوځي سرچينو په حواله وايي، چې پاکستاني پوځيانو د پنجشنبې په ورځ سهار د شمالي وزيرستان په ماچس کيمپ او يو شمېر نورو سيمو کې د مېشتو سخت دريځۀ وسله والو پر ضد ځمکني عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه د وسله والو ګڼ شمېر مرکزونه له منځه وړي دي.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان جنګي الوتکو له چهارشنبې راهيسې هوايي بريدونه پيل کړي ، چې په ترڅ کې تر دې دمه د پاکستان د پوځي سرچينو په وينا، لږ تر لږه ٧١ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى همداراز وايي، چې له وسله والو سره په مخامخ ځمکنۍ نښته کې د يو جګپوړي پوځي افسر په ګډون لږ تر لږه ٤ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې پاکستاني پوځيانو نن سهار ميرانشاه ته نزدې په ماچس کميپ، چې پخوا پکې افغان کډوال مېشته وو او اوس پکې ځايي خلک او وسله وال دېره دي، بريد وکړ او د وسله والو لسګونه مرکزونه يې له منځه يووړل.

د پاکستان پوځي مقاماتو لا تر دې دمه په ځمکنيو بريدونو کې د وژل شويو وسله والو د شمېر او هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د اسوشيتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستاني جنګي الوتکو په بريدونو کې ملکي وګړيو ته هم زيان اوښتى، خو د پاکستان پوځي سرچينو لا تردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

رويټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکيو په حواله وايي، په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا دا عمليات په وروستيو کلونو کې تر ټولو ستر عمليات دي.

ځايي سرچينې وايي، چې په شمالي وزيرستان کې اوس هم ګرځبنديز دى، چې له امله يې ځايي اوسېدونکي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

بل خوا د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني وسله والو طالبانو يوې پياوړي ډلې، چې په ٢٠٠٧م کال کې يې له پاکستاني پوځ سره پر يو بل د نه حملو کولو تړون لاسليک کړى، د پاکستان د پوځ حملې وغندلې او ويې ويل چې ډلې يې غونډه جوړه کړه چې د پاکستان له حکومت سره کړي تړون پاى ته ورسوي.

ددې ډلې وياند احمدالله احمدي وايي، چې ډله يې پر خلکو د بمباريو په وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کېداي.

په شمالي وزيرستان کې دا عمليات تر هغې وروسته پيل شوي، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې، چې په فبروۍ کې پيل شوې وې، ځنډېدلي دي.

ويل کېږي، چې دا مهال په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني وسله والو طالبانو سربېره، د القاعدې و حقاني شبکې غړي او همداراز د ګڼ شمېر بهرنيو سخت دريځه وسله والو مرکزونه او پټنځايونه موجود دي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG