د کندهار د ځوانانو له خوا راټوله شوې مرسته د بدخشان مصیبت ځپلو ته انتقال شوه.
راټوله شوې مرسته تقریبا ۷ میلیونه افغانیو ته رسیږي،۵ میلیونه یو سوداګر حاجي حکمت ښادمن له خپله جیبه او شاوخوا دوه میلیونه چنده د ښار او ولسوالیو د اوسیدونکو له خوا برابره شوې.
د نارینوو، ښځو او ماشومانو له خوا د نقدي مرستو ترڅنګ د کور ځیني سامانونه هم د مرسته راټولوونکو په واک ورکول شوي.
په کندهار کې د ازادي راډيو خبریال محمدصادق رښتیني دغه انځوریز راپور برابر کړی دی
د بدخشان مصیبت ځپلو ته د کندهار د ځوانانو له خوا مرسته
۱
۲
۳
۴
۵
۶
۷
۸
۹
۱۰
Afghanistan -- Aids from Kandahar Province for the victims of Argu village in Badakhshan,08May2014