د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

خپل نوم مو خوښيږي، که پرې شرمېږئ!؟


"ګل نار" ښځینه نوم دی، خو دا نوم د یوه هلک دی، چې ډېر ترې ځوريږي.

تاسې څنګه؟ خپل نوم مو خوښيږي او که د ګل نار غوندې پرې شرمیږئ؟ او ارمان کوئ چې کاش کوم ښه نوم مو وای؟ د دې اوونۍ په تاندې څانګې کې داسې ډېرې پوښتنې ځواب شوي. د خپرونې په وروستۍ برخه کې له زده کوونکو سره د ښوونکو د توند چلند په اړه مو ځوانان او ځينې اړوند چارواکي پوښتلي.

ډير خواږه هم خوله خوړينولی شي، راځئ همځولو لومړۍ خو په دې وغږېږو چې ځینې کورنۍ پر خپلو اولادونو له ډېرې مینې ولې عجيب نومونه ږدي، چې اولاد یې ستر شي نو اصلي نوم یې له خلکو هېر وي، بیا نو یا په ټټک مشهور شي، يا په مټک، یا نونو شي، یا لیوه او یا پش. د خوست اوسېدونکی ګل مېرخان د یوه سړي یادونه کوي چې په لیوه او بل په پش مشهور دی. د میدان وردګ اوسیدونکی عبدالحق وايي چې د دوی په کلي کې داسې کسان شته چې مټک او ټټک نومیږي.

ښه نو، دا خو هغه نومونه وو چې د کورنۍ لخوا له ډیرې مینې یوه ماشوم ته اخيستل شوي او بیا مشهور شوي وو، خو اصلي خبره د یوه ماشوم په اصلي نوم ده، پر مور او پلار د یوه ماشوم لومړنۍ حق هغه ته د یوه ښه او بامعانا نوم ټاکل دي، ځکه خو پوهان وايي چې نوم د انسان پر شخصيت او ژوند اغېز کوي، عبدالحق د خپل یوه ملګري (ګلنار) کیسه کوي، وايي چې پخپل نوم شرميږي او ژوند یې د خپل نوم له لاسه تریخ دی.

اختر د یوه بل ځوان کیسه کوي، چې په مجلسونو کې یې پخپلو مشرانو پسې ځکه بد رد ویل چې له خپله نومه راضي نه و، د هغه نوم (الف دین) و او خلکو به (الف) باله. عارف ګل هم پخوا (الف ګل) و، دی وايي چې همځولو او د ګاونډ خلکو به عجیبه عجیبه کیسې زما په نوم پسې جوړولې، خو ورور یې چې په ښوونځي کې شاملاوه نو نوم یې (عارف ګل) ورته کېښود، د ښوونځي په اسنادو او په تذکره کې یې هم اوس (عارف ګل) نوم دی، چې له خپل دې نوم نه ډیر خوشاله دی.

ښه، د عارف ګل خو بخت کار وکړ، چې ورور یې په ډېر مناسب وخت کې نوم ورته بدل کړ، نو که د تاسې په کور کې هم څوک لا ماشوم دی، په ښوونځي کې نه دی شامل او نوم یې بې معانا او ښه ندی نو ورته بدلولی یې شئ. نوم د انسان پر روان او شخصيت څه وړ اغېز کوي؟ دا پوښتنه مې ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي پوښتلې، دی وايي چې نوم د انسان د شخصيت څرګندونه کوي، چې ښه نوم ښه او بد نوم بدې اعېزې لري، دی وايي ما داسې ډېر ځوانان لیدلي چې نوم یې (ذکي) دی نو په ورځني ژوند کې هم یو ډېر تکړه ځوان دی، ځکه باید مور او پلار دې موضوع ته ډېر پام وکړي.

که د یو چا نوم هر څنګه دی، څېره او ژبه یې هر څنګه ده، ورپورې خندل د ښو خلکو کار ندی، داسې څه افغان لیکوال محمداسماعيل څپه وايي او زیاتوي، چې د هر انسان درناوی په کار دی.


ښوونکي ولې توند چلند کوي؟

د یو چا نوم، ژبه او قوم ننګول د هغه د شخصيت ننګول دي، ښوونځي او پوهنتونونه ښوونيز او روزنيز مرکزونه دي، په داسې ځایونو کې له هر چا دا تمه کیږي چې انساني او ټولنيزو ارزښتونو ته به د زړه له تله قایل وي. خو ویل کیږي چې ځينې ښوونکي یا استادان له زده کوونکو سره توند چلند کوي، وهي، ټکوي یې او توهینوي یې، نوروز د هرات ولایت اوسیدونکی دی، دی د یوه ښوونکي له توند چلنده مجبور شو چې له هغه ښوونځي سه پارچه واخلي او بل ښوونځي ته لاړ شي.
خبره په زده کوونکو کې هم ده، که یو شاګرد خپل درسونه ښه ووايي نو استاد به هيڅکله هم ورسره بد چلند ونه کړي.
خبره په زده کوونکو کې هم ده، که یو شاګرد خپل درسونه ښه ووايي نو استاد به هيڅکله هم ورسره بد چلند ونه کړي.
صابر شاه چې تازه له دوولسم ټولګي فارغه شوی، دا مني چې د متعلمۍ چوکي د شوخۍ چوکي ده، دی د خپل یوه ټولګیوال کیسه کوي چې یوه ورځ یې کورنۍ دنده نه و تر سره کړې، ښوونکي یې ۲۰ لښتې وواهه، بیا نو د زده کوونکي عکس العمل څه و؟ صابرشاه وايي هغه زده کوونکی نور د هغه ښوونکي له ساعته پټېده، چې په پای کې ښوونکي هم د ده ټولګیوال په ازموینه کې ناکامه کړ.

یو زده کوونکی محمدسردار بیا وايي چې خبره په زده کوونکو کې هم ده، که یو شاګرد خپل درسونه ښه ووايي نو استاد به هيڅکله هم ورسره بد چلند ونه کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمدکبير حقمل تر یوه بریده دا خبره مني چې له زده کوونکو سره به ځینې ښوونکي توند چلند کوي، خو وايي چې د دې ستونځې د له منځه وړو لپاره یې کار کړی او وايي چې د وخت په تېریدو سره به دا مشکل حل شي. حقمل همدا راز له زده کوونکو هم غواړي چې په ښوونځي کې دې د یوه سالم چاپېریال په رامنځ ته کولو کې له ښوونکو او د ښوونځي له ادارې سره مرسته وکړي.

ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې له زده کوونکو سره ښه او مینه ناک چلند د زده کوونکو او ښوونکو دواړو په ګټه دی، دی چې اوس د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې استاد دی، د خپلې تجربې له مخې وايي چې ځینې ښوونکو ته ځان په توند چلند ښه ښکاري، خو دغه کار بیا وروسته پښېماني لري او په ښه او دوستانه چلند سره د زده کوونکو زړه د توند چلند په پرتله ډېر په اسانۍ لاس ته راوړلی شو.


دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:00 0:00
مستقیم لېنک



www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org
XS
SM
MD
LG