تعلیمي بورسونه وړ کسانو ته رسيږي؟، په پېسو خرڅيږي او که واسطه وال یې ځان وړ بولي؟
په ننۍ تاندې څانګې کې په همدې موضوع خبرې درته لرو، خو د خپرونې په سر کې په امریکا کې له یوه ځوان افغان محصل ننګ اتل سره د دوی پر فعالیتونو غږیدلي يوو.
د (فولبرايټ) سکالرشېپونو یا بورسونو په اړه مو څه موده مخکې یوه خپرونه درته لرله، چې په افغانستان کې د امریکا سفارت له خوا ځینو محصلانو ته په امریکا کې د لوړو زده کړو زمينه برابروي.
ننګ اتل د همدې پروسې له لارې امریکا ته تللی، دی هلته د بشري منابعو (بشري سرچینو) په برخه کې ماسټري کوي، خو یوازې نه دی، ۶۵ نور افغانان چې ۱۵ یې نجونې دي، هم ورسره دي.
ننګ اتل وايي، چې موږ دلته یوازې تر زده کړو محدود نه یو، بلکې ځينې نور ټولنيز فعالیتونه هم کوو، د افغانو او د بهرنیو ځوانانو په ځینو ټولنو او غونډو کې ګډون او ویناوې کوو، چې هر څوک د خپل هېواد پر حالاتو او ستونځو بحث کوي. دی وايي زموږ په لېدو د افغانستان په اړه د خلکو منفي فکر اوس تر ډیره حده مثبت شوی دی او په اکثرا فعالیتونو کې افغانان د یو شمېر نورو هېوادونو له محصلانو وړاندې روان دي.
ځينې افغان ځوانان چې په کوم بورس کې خصوصاً یوه اروپايي هېواد ته د زده کړو لپاره لاړ شي، نو بېرته نه راځي، ما له اتله وپوښتل چې دغه کار څومره بد تاثیر کولی شي او د تا خپله اراده څنګه ده؟ نو ده وویل سمه ده چې زه یو کلیوال هلک یم او له ډيرو ستونځو سره مخ شوی یم، خو هيڅکله به په امریکا کې پاتې نه شم او بیرته به د خدمت لپاره خپل هېواد ته ستون شم. دی وايي ځینې کسان چې دلته پاتې شوي او افغانستان ته ندي ستانه شوي، هغوی اوس له ډير بد وضعیت سره مخ دي.
اتل د یوې افغان الاصله امریکايۍ خبره کوي، چې د هېواد مینه دومره ورباندې زوروره ده چې غواړي د امریکا له تابعیته تېره شي، خپل وطن ته راشي او د خپل هېواد خدمت وکړي.
د ننګ اتل په نظر د افغانستان اوسني وضيعت ته په کتو سره، ښه به وي چې افغان ځوانان د اقتصاد په برخه کې لوړو زده کړو ته ډیر پام وکړي، دی وايي په دې برخه کې هم کاري مواقع زیاتې دي او هم یو ضرورت دی.
له اتله مې وپوښتل چې د زده کړو او پرمختګ له مخې که امریکايي ځوانان له افغانو ځوانانو سره مقایسه کړئ، نو د ده ځواب هغه متل رایاد کړ، چې وايي: خوبه وړي، اوبو وړي.
دولتي تعليمي بورسونه له فساده ډک دي!؟
بورسونه خو د فولبرايټ دي چې د هر ډول درغلی مخه پکې نیول شوې ده، ننګ اتل د څلوروکلونو پرله پسې هڅو له برکته هغه دی ایله اوس وربریالی شوی دی. خو دا دولتي بورسونه څنګه دي؟ چا ته رسيږي؟
دغه ځوانان،هارون، افضل او نظري وايي چې دغه بورسونه یوازې په واسطو او په پيسو ورکول کیږي، هيڅ وړ کس ته نه رسيږي، که یوه نیم ته رسيږي هم نو هغه به ډير په بخت بېداره یو څوک وي.
له خان ولي عجبه واورئ، دی په کابل کې د یوې لیسې زده کوونکی دی، وايي چې لیسې ته مو د بورسونو په راتګ سره ځینو وکیلانو نوي زده کوونکي زموږ په لېسه کې شامل کړل، د دوی په ګډون یې حتی زموږ د هلکانو له لیسې یو شمېر نجونې هم په بورسونو کې هند ته ولېږلې.
یو ځوان ډاکټر نظري د خپل یوه ملګري کيسه کوي چې یوه بورس ته نوماند و، بریالی هم شو، خو خدای خبر چې پر ځای یې کوم نیک بخته لاړ او دی یې بدبخته کړ.
د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتو له مخې اوس مهال کم زیات لس زره افغان ځوانان په هندوستان، پاکستان، ترکیه، مالیزیا، چین، مصر... لنډه دا چې په نږدې څلوېښتو هېوادونو کې د لیسانس، ماسټري او د دوکتورا تر حده په لوړو زده کړو بوخت دي.
د نوموړي وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش سره مې د ځوانانو دا اندیښنه چې تعليمي بورسونه هم له فساده پآک ندي، شریکه کړه، خو دی وايي چې دغه کسان بې ځایه تورونه راپورې کوي، د بورسونو د ویش پروسه له هر راز درغلیو پاکه ده.
افغان ايجينرنجیب الرحمن صبوري چې څه موده مخکې په یوه نادولتي بورس کې امریکا ته لاړ و او له ماسټرۍ سره راستون شوی دی، مني چې دولتي یا په رسمي بورسونو کې درغلۍ شته، دی وايي که په بورس کې یو نااهل کس له هیواده بهر لېږل کيږي نو که یو خوا به هغه ته دا بې زحمته په لاس ورغلی بورس بې قدره وي نو بلخوا به په بهرني هیواد کې د خپل هېواد حیثیت ته هم تاوان رسوي.
ايجينیرصبوري وايي چې که څه هم د دولتي بورسونه پروسه د یوې کمیټې لخوا څارل کیږي، خو شفافیت ته باید ډیر پام وکړي، ضروت ته په کتو او د یوه منظم سيسټم په موجودیت سره دې مستحق کسان په دغو بورسونو کې ولیږلي نه واسطه وال او پېسه وال.
دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ: www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org