د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ټاکنې تېرې شوې خو ملګري سره مرور شول!





ولې مرور شول؟

ځکه چې یو ویل زما د خوښې کاندید ښه دی او بل وې نه د تا ښه ندی، زما ښه دی... همدې جنجالونو او د نظرونو اختلاف یې تر منځ پولې جوړې کړې او لارې یې سره چپې کړې.

ولې ځینې ځوانان خپله سیاسي عقیده او نظر په نورو ورتپي او فردي ازادۍ ته احترام نه کوي؟

له داسې مسایلو که خپلې شخصي اړیکې لرې وساتل شي، ښه به نه وي؟
څه باید وشي؟ په ننۍ تاندې څانګې کې په همدې موضوع غږیږو.


څه موده مخکې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو ټاکنې تېرې شوې، خو د ګڼو خوږو ملګرو د خولې خوند یې سره تریخ کړ. چا د یوه خوا ونیوله او چا د بل. تا زما د خوښې کانديد پسې بد رد وویل او ما د تا، بس په همدې مو یو بل بد راغلل، سره ومو ښکنځل او سره مرور شوو، ټاکنې تېرې شوې خو تر ننه مرور یوو.
دوه ځوانان عزیزاحمد تسل او اسدالله جمل همداسې څه وايي.

د کابل پوهنتون یوه محصله تهمينه وايي چې په کور کې مې د رایه ورکولو ازادي درلوده، خو په پوهنتون کې چې د روڼ اندو او د روشنفکرانو ځای بلل کیږي، له داسې نظرونو سره مخ شوم چې فکر مې هم نه و کړی، هغه زیاتوي:

(کله چې پوهنتون ته راغلم نو له داسې ډيرو خبرو سره مخ شوم، چا به ویل ولې دې فلاني ته رایه ورکړه؟ ولې دې فلاني ته رایه نه ورکوله؟ هغه د پلاني قوم دی، ته د پلاني قوم یې؟ خو برعکس په کورنۍ کې یې ما ته ویل چې ته اوس ځوانه یې او هېواد په تا حق لري چې رایه ورکړې، نو چې هر چا ته دې زړه وي هغه ته رایه ورکړه.

نو زه مې د پوهنتون ټولګیوالو ته حیرانه یم چې دوی خو روشنفکران بلل کیږي، دوی ولې دومره وړوکی فکر لري؟ زما په نظر له جګړو او مخالفتونو څه نه جوړيږي، نور دې له دې سمت پرستیو لاس واخلي او د هیواد د ابادۍ لپاره دې لاسونه سره ورکړي).

په فیس بک بیا د سیاسي مخالفتونو لوبه بیلا بیل رنګونه لري.

یو راپاڅي په اصطلاح د خپل پروفایل عکس پر ځای د خپلې خوښې نوماند انځور کېږدي او وايي چې د رایې یوازینی مستحق همدی دی، بل یې پخوانۍ ویډيوګانې او تصويرونه راپېدا کړي چې څه یې کړي دي، بل یې کارتون جوړ کړي، په ده په کورنۍ او په سيمه پسې یې بد رد پېل کړي، د دې موضوع په اړه د فیس بک ځینو ملګرو خپل نظرونه راسره شریک کړي:

نورګل تګابی او عبېدالله عبېد ليکي چې انتخاباتو رانه یو خوږ ملګری ځکه خوابدی کړ چې هغه د یو نوماند او ما د بل پلوي کوله.

فریدون حقمل لیکلي، له ما مې د ځینو ټولګیوالو زړه بد شوی او راته وايي چې ته نیشنالیست یې.

نقیب احمد عزيزي: ډير خواږه ملګري نن سره بېزاره دي، دوی پر احساساتو عمل وکړ، خپل ایډيال نوماند یې هومره ونه ستایه څومره یې چې مقابل کس او د هغه پلویان وښکنځل.

اظهار ساپی: ما په ټاکنو کې د خپل یوه ملګري مخالفت هم ندی کړی.

محمد طاهر محمودزی لیکي، رایه د هر چا خپل حق دی، چې هر چا ته یې ورکوي، نور خلک باید پرې خفه نشي.

سمندرسباوون: ما سره مې ملګرو ډير بحث پرې کاوه، خو ما خوا نه بدوله.

هاشم ځاځي لیکلي چې ما خپله د ټولو زړونه ساتلي دي او هيڅ ملګری رانه خوابدی شوی ندی، خو کمپاین مې هغه چا ته کاوه چې زما په زړه و.

نوراغا مسعود لیکي: خپل درې ملګري مې په دریو بیلابیلو نوماندانو پسې روان وو، او هر یو له ما د خپلې خوښې کاندید ملاتړ غوښته، ما ورسره ومنله خو رایه مې د خپلې خوښې کاندید ته ورکړه، د دوی زړه مې بد نه کړ.

حبيب وقار او د سمندر ځاځی نظرونه سره ورته دي، دوی ليکي، داسې چا ته مو کمپاین کاوه چې پوهیدو هیواد ته یې په هره برخه کې ګټه رسيږي. خو ځینو ملګرو مو د پيسو په بدل د داسې چا پلوي کوله چې هیواد ته یې ګټه نه رسيږي،ترې زړه بدي یوو.

سمندر ځاځی ليکي: زه له هغو کسانو خفه یم چې هيڅ رایه یې ونه کاروله، نور مې له هیچا زړه ندی بد.

صديق تورابزي لیکلي: موږ ملګرو پخپل منځ کې د ټاکنو پر سر بحثونه سره کول، خو دا خبره مو په سر کې سره کړې وه چې د هر چا خپله خوښه، خو ملګرتیا به نه خرابوو.

او عبیدالله عبید ليکي: ما مې د خپلې خوښې نوماند ستایه او ملګري مې د خپلې خوښې، په همدې سره خفه شوو.

د دې دومره ځوانانو تر منځ داسې ځوانان هم کم ندي چې هم یې سیاست ساتلی او هم یې شخصي اړیکې په نره سره پاللي دي، د ملګرتیا تر منځ یې هيڅ کومه ستونځه نده پېدا شوې، دوی وايي چې ملګرتیا باید تل پاتې واوسي او د یوه بل فردي آزادۍ ته باید درناوی وشي.

د نظرونو اختلاف طبیعي او یوه مثبته خبره ده، خو ارزښتونو ته باید سپکاوی پکې ونشي، دا خبره د حقوقي چارو ځوان شنونکی محمد اجمل هوډمن کوي او زیاتوي چې هر ځوان حق لري د هیواد د ګټو په خاطر د یوه نوماند (کاندید) ملاتړ وکړي خو د مقابل لوري توهين او سپکاوی هم ندی په کار. هوډ من وايي چې همدا سالم بحثونه او د نظر اختلاف دی چې د وړ کس په پېژندلو کې راسره مرسته کولی شي، نو ځکه باید د نظر اختلاف ته د دښمنۍ په سترګه ونه ګورو.

خوږو ملګرو د یوه بل کور ته تګ راتګ بند کړی، په فیس بک کې یې یو بل بلاک کړي دي، چې داسې څه د ټولنې په تاوان دي، داسې څه هم اجمل هوډمن وايي او زیاتوي چې په داسې مسایلو کې باید شخصي اړیکې اغېزمنې نه شي او له ځوانانو غواړي چې پخوانی زړه بدون دې له زړه وباسي او ملګرتیا دې سره وپالي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:27 0:00
مستقیم لېنک



www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org
XS
SM
MD
LG