د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

افغان رايې ورکونکو د درغليو پرخلاف ټولنيزو رسنيو ته مخ کړ


په لوړه کچه درغليو افغان رايې ورکوونکي دې ته اړ کړي چې ټولنېزو رسنيو ته مخ کړي، څو د مقاماتو پام دې مسالې ته را واړوي.

په ځينو ټولنېزو رسنيو له فېسبوک کې خلکو داسې تیليفوني ويډيوګانې چې په کې د رايو بکسونه د درغليو په رايو ډکېږي پورته کړي دي.

هم داسې د انتخاباتو د غرفو ترمخه د رايې روکونکو تحديديل، په لارو کوڅو کې د شيندل شويو رايو پاڼې د رايو پر باوريتوب جدي پوښتنې را پورته کوي.

د فرانس پريس اژانس وايي، چې په دې هکله د انتخاباتو د شکاياتو کميسيون وياند نادر محسني خبريالانو ته وويل:

″په ټولنېزو رسنيو کې ډيرې ويډيوګانې په داسې ځايونو کې جوړې شوې دي، چې حکومت هلته هيڅ لاس رسی نه لري.

موږ به دا شکايتونه ارزيابي کړو.″


د لومړي پړاو د ۵ لکه شمېرل شويو رايو په نتېجه کې عبدالله عبدالله ۴۱.۹ سلنه رايې او اشرف غني ۳۷.۶ سلنه رايې وړي دي.

که هيڅ کانديد ترپنځوس سلنه زياتې رايې يونه شي، دوهم پړاو انتخابات به د مې د مياشتې په ۲۸ م کيږي.

مثبت اغېز

کميسيون وايي، چې د يکشنبې تر ورځې ۱۸۹۲ شکايات درج شوي دي، چې په کې ۸۷۰ يې هغه دي چې ويل کیږي دا د رايو نتيجه بدلولی شي.

څېړونکي او کارپوه عبدلوحيد وفا د فرانس خبري اژانس ته ويلي دي، چې دا ويډیو ګانې کيدای شي له مخالف لوره جوړي شوي وي.

ده زياته کړه، چې د دې خبرو د ټولنیزو رسنيو له لارې رامخ ته کول په خپله مثبت اغېز لري:

″د ټولنېزو رسنيو يو کار دا ښه دی چې هر څه په بحث بدلوي.

دې رسنيو خلکو ته دا فرصت جوړ کړی دی څو پر هره موضوع خبرې او بحث وکړي.″


ده زياته کړه:

″زه باور لرم چې ټولنيزې رسنۍ خپل مثبت اغېز لري او د انتخاباتو د پروسې تر اخيره او وروسته به هم دا اثر وي.″

رسمي مقامات وايي، چې تقريباً دوه ميليونه خلک چې د افغانستان د ټول نفوس تر لس سلنه هم کم تعداد دی، د کمپيوټرونو له لارې انټرنيټ ته لاس رسی لري، خو د ټیليفونونو له لارې دا شمېره لا پر زياتېدو ده.

طالبانو چې ټولنېزې رسنۍ به يې د لويديځ د پروپاګند وسيله بللې اوس په خپله په منظم ډول ټويټرکاروي څو خپلې نظريې پر مخ بوزي.


راپور: ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG