د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

په ۱۸۹۳ کې نوي زیلاند د ښځو د رایي حق په رسمیت وپیژاند


په دې خپرونه کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون او له دې پروسې سره د هغوی د علاقمندۍ په اړه خبرې کوو.

د رايي حق درلودل او د رايي کارونه د سیاسي مشارکت لومړنی ګام دی.

د نړۍ مبارزو ښځو کلونه د رایې د حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه او بالاخره لومړی ځل په ۱۸۹۳ میلادي کال کې نوي زیلاند د ښځو د رایي حق په رسمیت وپیژاند چې بیا ورو ورو د نړۍ اکثرو هېوادونو د ښځو دغه حق ته غاړه کېښوده.

د افغانستان اساسي قوانینو هم له کلونو راهیسي د ښځو د رایي حق تضمین کړی.

افغانو ښځو په درې دورو ټاکنو کې دا وښوده، چې خپل سیاسي حق یعنې د رایي په اهمیت پوهېږي او په پراخ ګډون سره یې د خپل هېواد د راتلونکي برخیلک په ټاکلو کې ونډه اخیستې.

د جمهوري ریاست په وروستیو ټاکنو کې چې د وري په شپاړسمه ترسره شوې ښځو په پوره لیوالتیا ګډون وکړ، نه یې د امنیتي ګواښونو پروا وکړه، نه د سړو او اوریا بلکې په اوږدو کتارونو کې په ساعتونو ودرېدې څو خپله راتلونکې په خپله وټاکي او جګړه کوونکو او جګړه مارو ته، نه ووایي.

پاتې خپرونه په غږیزه بڼه واورئ.

نیمه نړۍ خپرونه په کابل کې لینا شریفي لیکي او برابروي چې د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG